د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د ارزګان ۵۰ فیصده طالبانو جګړه پرېښې ده'


د ارزګان والي وايي، په دغه ولایت کې ۵۰ سلنه طالبانو وسلې پر ځمکه ایښي دي.

والي محمد شفیق اسدالله سعید د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په‎دغه ولایت کې د پخوا په پرتله د جګړې ګراف ۵۰ سلنه راټيټ شوی دی.

نوموړی وايي، لامل يې په‎ دا وروستیو کې په یوشمېر اسلامي هېوادونو کې د دیني علماوو فتواوې دي چې د افغانستان جګړه يې ناروا وبلله او دغه راز په تېر کوچني اختر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دوه اړخیز اوربند اعلان شو.

له دې سره دغلته قومي مخورو هم ورته څرګندونې درلودې چې طالبانو په سیمه کې خپل محبوبیت له لاسه ورکړی.

وسله‎والو طالبانو تراوسه په‎ دې اړه رسنیو ته څه نه ‎دي ویلي.

نور ولولئ

د مکې کنفرانس: طالبان دې جنګ بس کړي

افغان ولسمشر له پاکستانه د کاري پلان عمليکولو تمه وښوده

غني: طالبان دې د دینې عالمانو متفقې غوښتنې ته مثبت ځواب ووایي

دا په ‎داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني له ازادي راډيو سره په یوه ځانګړي مرکه کې ویلي چې له طالبانو سره به ډېر ژر د «هو» خبرې ته ورسېږي.

په‎دې اړه بشپړ راپور د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت څخه اورو چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:05 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG