د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر له پاکستانه د کاري پلان عمليکولو تمه وښوده


د افغانستان ولسمشر اشرف غني
د افغانستان ولسمشر اشرف غني

د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي، د پاکستان له خوا د کاري پلان په برخه کې ژمنې د کاغذ په مخ پاتې دي او دی د عملي اقداماتو په تمه دی.

ولسمشر غني دا خبره له ازادي راډيو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وکړه.

هغه وویل چې له پاکستانه نه مایوسه دی او نه یې په اړه ډېره خوشبیني لري.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د کاري پلان په نوم په یو لړ مسایلو هوکړه شوې چې پکې د سولې او ثبات د ټینګښت هڅې یې په سر کې ځای لري.

ولسمشر اشرف غني له ازادي راډیو سره په دې مرکه کې دا هم وویل چې پاکستان او د سیمې هېوادونو ته یې په ډاګه ویلي چې انتخاب ستاسو دي، غواړئ افغانستان له یو بل سره د وصل د سیمې په توګه وکاروئ، یا یې د ترهګرو او ګډوډۍ په مرکز واړوئ؟

پاکستانيو چارواکو او د سیمې هېوادونو په وار وار ټینګار کړی چې د افغانستان ثبات د دوی په ګټه دی او که افغانستان امن نه وي، دوی هم په کرار نه پاتې کېږي.

له ولسمشر اشرف غني سره د ازادي راډيو دا ځانګړې مرکه چې پکې په سولې سربېره، له داعش سره مبارزه، انتخاباتي مسایل او د وسله والو قوماندانانو پر ضد د حکومت وروستي اقدامات تر بحث لاندې نیول شوي، ژر له ازادي راډيو خپرېږي.

XS
SM
MD
LG