د لاسرسي ځای

تازه خبر

نکولسن: د امریکا لخوا له طالبانو سره د مذاکراتو خبر رد کړ


په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال جان کولسن.
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال جان کولسن.

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت د میډيا هغه رپورټونه رد کړي دي چې له مخه یې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان له خولې ویل شوي چې امریکا له وسله والو طالبانو سره نېغ په نېغا مذاکراتو ته تیاره ده.

د جولای پر ۱۶مه د غوڅ ملاتړ ماموریت په خپره شوي اعلامیه کې د امریکايي جنرال جان نکولسن له خولې ویل شوي چې امریکا د افغان حکومت یا د افغان ولس متبادله نه ده.

نوموړي په بیان کې ویلي د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د هغه بیان دوباره تصدیق چې ده وکړ، سم مطلب ترې وا نخیستل شو.

مایک پامپیو د جون پر ۱۶مه په بیان کې ویلي وو چې د سولې په خبرو اترو کې به نړیوال ځواکونه شامل وي او امریکا تیاره ده چې له وسله والو طالبانو، افغان حکومت او له افغان ولس سره د دومداره امن لپاره کار وکړي.

پامپیو دا بیان تر هغې وروسته خپور کړې و چې افغان ولسمشر په روژو کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د څو ورځو لپاره یو طرفه ډزبندي اعلان کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG