د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د ترهګرۍ پر پېښو افغان ولسمشر خپګان ښودلی


فایل فوټو
په کابل کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د پاکستان پوځ له لوی درستیز قمر جاوېد باجوه سره لیدنه.
فایل فوټو په کابل کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د پاکستان پوځ له لوی درستیز قمر جاوېد باجوه سره لیدنه.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په پاکستان کې په وروستیو ترهګریزو پېښو کې د بېګناه خلکو په مړینه خواشیني ښودلې ده.

دا خبره د پاکستان پوځ ویاند اصف غفور په دوشنبه په یوه بیان کې کړې ده چې ولسمشر اشرف غني د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره په ټلېفوني خبرو کې د ترهګرۍ په ورستیو پېښو د بې ګناه وګړیو پر وژنه خواشیني ښودلې ده.

په بیان کې راغلي:

"افغان ولسمشر د پوځ مشر ته د ټولټاکنو پرمهال له پاکستاني امنیتي ځواکونو سره د همکارۍ په موخه، پر پوله د امنیتي اقداماتو زیاتولو ډاډ ورکړی دی. "

په پاکستان کې د روانې میاشت په ۲۵مه نېټه د عمومي ټولټاکنو لپاره د ټاکنیز کېمپېن تر پیلېدو وروسته د بېلابېلو ګوندونو پر سیاستوالو درې خونړي بریدونه شوي دي.

د تیرې سېشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند د ټاکنیز کمپاین پر غونډې ځانمرګی برید وشو، چې د دغه ګوند د یوه مهم مشر هارون بلور په ګډون یې ۲۱ کسان ووژل او تر ۶۰ زیات یې ټپیان کړل.

تر دې وروسته وروسته د تیرې جمعې په ورځ د بلوچستان صوبې په مستونګ سیمه کې د بلوچستان عوامي ګوند د مشر نوابزاده سراج رېساني پر ټاکنیز کمپاین ځانمرګي برید شاوخوا ۱۵۰ کسان ووژل او تر ۲۰۰ زیات یې ټپيان کړل.

د یادونې وړ ده، چې په پېښور کې د عوامي نېنشل ګوند پر کاندید هارون بلور د ځانمرګي برید مسوولیت تحریک طالبان پاکستان او په مستونګ کې د دغه خونړي هغه مسوولیت داعش وسله والې ډلې منلی و.

XS
SM
MD
LG