د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوپریم کورټ: د بېنامه اکاونټونو پلټنې پکار دي


د پاکستان سوپريم کورټ نن د مشکوکو بېنکي اکاونټونوپه اړه له خپلې مخې ګروږنې (ازخود نوټس) په اورېدنه کې ويلي دي، که چرې درغلي شوې وي نو پلټنې پکار دي.

د سوپریم کورټ له خپلې مخې ګروږنې (ازخود نوټیس) دغه قضیه د ۲۰۱۵ کال د یوې پلټنیزې مقدمې په اړه ده چې د ۲۹ مشکوکه بېنامي اکاونټونو شا او خوا راڅرخي، په دغو کې ۱۶ اکاونټونه په سمیټ بېنک کې، اته په سیند بېنک کې او پنځه په (یو بي اېل) بېنک کې دي.

ویل کېږي چې اووه کسان د نېږدې ۳۵ اربه روپیو په مشکوکه لېږد رالېږد کې ښکېل دي. شک کېږي چې دغه اکاونټونه د بډو او کمیشنونو له لارې د ترلاسه کړل شویو پیسو لپاره کارول کېدل.

په دغه کېس (قضیه) کې لا د وړاندې د ونډو بازار مشر حسېن لاوی او د سمیټ بېنک د کاروباري څانګې مشر طها رضا د اېف ای اې په حراست کې دی.

په بېنامه اکاونټونو کې په ناقانونه توګه د پيسو لېږلو په لړ کې اېف ای اې د ۳۲ کسانو خلاف پلټنې کوي چې پکې د پخواني ولسمشر اصف علی زرداري او د هغه خور فريال تالپور نومونه هم شامل دي.

پیپلز ګوند وايي له جعلي اکاونټونو سره د خپل شریک مشر اصف علي زرداري نوم تړل یو سازش بولي.

د پاکستان پيپلز پارټی پخواني سېنېټر سعيد غني مشال راډيو ته ويلي د دې ټولو هڅو مقصد د دوی ګوند بدنامول دي او پر انتخاباتو اثر انداز کېدل دي. نوموړی وايي د دوی ګوند پخوا هم له ورته سازشونو سره مخامخ کړل شوی وو خو زیاتوي چې په ډول کړنو سره به دوی کله هم د انتخاباتو سیالي پرېنږدي او د هر سازش پروړاندې به ودرېږي.

په پاکستان کې د عدالتونو له لوري د درغلیو او نورو مقدمو چې له سياسي مشرانو سره تړاو لري، په پرېکړو کې تندوالی راغلی دی.

په پېښور کې د سياسي چارو شنونکی شميم شاهد وايي چې په دې وخت کې د سياسي مشرانو پرضد مقدمې او د احتساب په نامه د سياسي مشرانو کردار کشي روانه ده.

د نوموړی په وینا ځينې عناصر د دې ښودلو هڅه کوي چې سياسي مشران کمزوري دي او يوازې يوه اداره ډېره مضبوطه ده.

د پيپلز پارټي شريک مشر او پخواني ولسمشر اصف علي زرداري هم يو شخصي ټيلي وژن ((دنيا)) سره په مرکه کې ويلي ول چې د جعلي اکاونټونو سره هېڅ قسمه تعلق نه لري.

د اصف زرداري وکيل فاروق ايچ نايک د مقدمې اورېدنې وروسته ويلي دي چې د سپريم کورټ هره پرېکړه به مني او دا خبره ثابته شوې چې د زرداري او فريال تالپور نوم په ايګزټ کنټرول لسټ کې شامل نه دي.

XS
SM
MD
LG