د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاریاب کې د مدرسې یو وړوکی طالب تر ځانمرګي برید کولو مخکې نیول شوی


'شېرمحمد په فاریاب کې د قومندان فېروز د وژل لپاره ګمارل شوی وو.'
'شېرمحمد په فاریاب کې د قومندان فېروز د وژل لپاره ګمارل شوی وو.'

د افغانستان په فاریاب ولایت کې چارواکي وايي چې طالبان د دیني مدرسو تنکي ماشومان د جنګي فعالیتونو لپاره کاروي.

د دغه فعالیتونو په یوه تازه پېښه کې د فاریاب پولیسو یو ۱۶ کلن هلک چې شېر محمد نومېږي تر ځانمرګي برید وړاندې له ریموټ کنټرول سره نیولی دی.

شېرمحمد په لومړنیو پوښتنو ګروږنو کې منلې چې هغه په یوه مدرسه کې طالبي کوله او د سیمې یوه ملا په هڅونه له طالبانو سره یوځای شو او د دهندرې د یوه قومندان فېروز د وژنو لپاره ګمارل شوی وو. دغه تنکی هلک تر ځانمرګي برید کولو یوڅو شېبې وړاندې نیول شوی دی.

د فاریاب پولیس وايي چې د نیول شوي ممکنه ځانمرګي بریدګر د همکارانو په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

د بشري حقونو فعالان وايي چې په افغانستان کې ماشومان په پراخه کچه د جنګي مقاصدو لپاره کارول کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG