د افغانستان د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې ځانمرګي برید لس تنه وژلي چې دوه پکې د ملي امنیت سرتېري دي.
د ننګرهار چارواکي وایي دا برید د جلال اباد ښار شپږمې ناحیې اړوند فامیلو سیمه کې نن(سېشنبه) سهار نږدې ۱۲ بجې د پلټنې پر یو مرکز شوی دی.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي د سېشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې په دې پېښه کې دوه ملکي وګړي او دوه امنیتي سرتېري ټپیان شوي هم دي چې د یو تن روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
دی وایي چې پېښې د رامنځته کېدو له امله نږدې هټیو کې د اور د لګیدو له امله مالي زیانونه هم اوښتي.
د پېښې مسوولیت تر دې دمه چا نه دی منلی.
نور ولولئ
جلال اباد موټر بم برید، لسګونه وژل شوي او ژوبل
جلال اباد کې حمله شوې ده