د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ناڅاپي سفر کابل ته تللی


مایک پامپېو د بهرنیو چارو وزیر په توګه لومړي ځل افغانستان ته تللی دی
مایک پامپېو د بهرنیو چارو وزیر په توګه لومړي ځل افغانستان ته تللی دی

کابل - افغان چارواکي وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو د جولای پر نهمه په یوه ناڅاپي سفر کابل ته ورغلی دی.

یوې حکومتي سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، نوموړی به له ولسمشر محمد اشرف غني او نورو افغان چارواکو سره وګوري.

تمه ده چې وروسته به افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په یوه خبري غونډه کې خبرې وکړي.

دا د بهرنیو چارو وزیر په توګه د دندې تر پیلولو وروسته، د نوموړي افغانستان ته لومړی سفر دی.

پامپېو پر داسې مهال کابل ته تللی دی چې ټاکل شوې د جولای پر ۱۰مه او ۱۱مه په سعودي عرب کې دیني عالمان د افغانستان د سولې پر موضوع نړیواله غونډه وکړي.

د روژې په پای کې افغان حکومت له طالبانو یو سره یو اړخیزه پینځه ورځنی اوربند اعلان کړ او بیا د اختر په درو ورځو کې طالبانو هم اوربند وکړ.

د امریکا په ګډون ګڼو هېوادونو د دې اوربند ملاتړ وکړ.

تر پامپېو مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه مرستیاله الېس وېلز هم د جولای په پیل کې کابل او بیا اسلام اباد ته ورغلې وه.

نوموړې له افغان چارواکو سره په خبرو کې له طالبانو سره د سولې په بهیر کې د واشنګټن د ملاتړ ډاډ ورکړ.

XS
SM
MD
LG