د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان انتخاباتو پر مهال پر خبریالانو د تشدد پېښو ثبتولو دفتر کار پیل کړ


په پاکستان او افغانستان کې خبریالان اکثر د بریدونو، ځورونو او تاوتریخوالي ښکار کېږي
په پاکستان او افغانستان کې خبریالان اکثر د بریدونو، ځورونو او تاوتریخوالي ښکار کېږي

پراګ - د خبریالانو د خوندیتوب کمېټي (سي پي جې) ویلي دي چې په پاکستان کې ښايي خبریالان د جولای پر ۲۵مه د ټاکنو پر مهال له ځورونو او وهلو سره مخامخ شي.

همدې ته په کتو، کمېټۍ له خبریالانو غوښتنه کړې ده چې د هر ډول ناوړه او یا متشدده پېښې په صورت کې دې له ځانګړې ادارې سره رابطه وکړي.

کمېټۍ د جولای پر نهمه په بیان کې ویلي دي چې د سیاسي ګوندونو د جلسو، احتجاجي مظاهرو، ممکنه وسله والو بریدونو او نورو داسې پېښور پر مهال خبریالان اغېزمنېدای یا له ستونزو سره مخامخېدای شي.

د خبریالانو د ساتنې یا خوندیتوب کمېټۍ په خپل بیان کې، په پاکستان کې د خبریالانو لپاره د کارکوونکې شبکې - فریډم نېټورک - د هغه رپورټ یادونه کړې ده چې پکې د ۲۰۱۸ز کال په مې میاشت کې پر خبریالانو او د رسنیو پر کارکوونکو د تشدد د ۲۳ پېښو ذکر شوی دی.

سي پي جې د خبریالانو د ورکولو او د انټرنېټ له لارې د هغوی د ځورونو پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده او په پاکستان کې یې پر خبریالانو غږ کړی دی چې د ځورونو، تشدد یا نورو پېښو په صورت کې دې، په پاکستان کې د رسنیو له لوري د انتخاباتو د څار له بنسټ (پاکستان پرېس فاونډېشنز اېلېکشن مانیټرنګ) سره رابطه وکړي او پېښې دې ورسره ثبت کړي.

خبریالان کولای شي چې د لاندیني برېښلیک له لارې له یاد بنسټ سره رابطه وکړي:

attacks@pakistanpressfoundation.org

سي پي جې د رسنیو له خوا د ټاکنو د څار له ادارې سره د رابطو دوه نورې لارې هم غوره کړې دي.

خبریالان کولای شي چې یادې ادارې ته پر لاندینۍ شمېره ټېلېفون او یا د وټس ایپ له لارې اړیکی وکړي:

923363329872+

ورسره د تاوتریخوالي، د وېرولو او یا پر خبریالانو د برید په صورت کې پر ټوېټر هم پیغام استول کېدای شي.

د بنسټ د ټوېټر لېنک یا attacks_on@

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټۍ ژمنه کړې ده چې د خبریالانو هر شکایت به د پاکستان د انتخاباتو کمېشن او له صوبايي او وفاقي حکومتونو سره شریکوي او د ستونزو د هواري غوښتنه به کوي.

XS
SM
MD
LG