د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ: د بانکي حسابونو په قضیه کې ککړ کسان دې ممنوع الخروج شي


د پاکستان سپريم کورټ امر کړی دی چې حکومت دې جعلي بانکي حسابونه یا اکاونټونه لرونکي کسان ممنوع الخروج (اېګزېټ کنټرول) اعلان کړي.

د پاکستان دولتي رسنۍ وايي، د جولای پر اتمه د مشر قاضي میا ثاقب نثار درې کسیزه جرګګۍ د جعلي بانکي اکاونټونو مقدمې اورېدنه وکړه چې پکې د وفاقي تحقیقاتي ادارې په فهرست کې د شاملو کسانو نومونه په اېګزېټ کنټرول لېسټ کې د اچولو حکم شوی دی.

سپریم کورټ د دې اورېدنې پرمهال پخوانې ولسمشر او د پيپلز ګوند شريک مشر اصف زرداري، د هغه خور فر یال تالپور او ځېنو نورو کسانو ته د جولايي پر ۱۲مه عدالت ته د وړاندې کېدو امر هم وکړ.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG