د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند تر واک لاندې کشمیر کې کاربندیز او مظاهرې شوې دي


په جمو او کشمیر کې مظاهرې سږکال زیاتې شوې دي
په جمو او کشمیر کې مظاهرې سږکال زیاتې شوې دي

پراګ - کشمیریو بېلتونپالو د جولای پر اوومې او اتمې د یوه ځوان مشر د وژنې دویم کال پوره کېدو په مناسبت کاربندیز او احتجاج کړی دی.

د هند تر واک لاندې کشمیر کې چارواکو ګڼ سرتېري ځای پر ځای کړي خو خلکو د برهان واني تلین په مناسبت مظاهرې وکړې.

دا مظاهرې د واني په پلرنۍ سیمه کې شوې دي چې پکې له هندیو سرتېرو سره د اخ و ډب پېښې هم وشوې.

۲۲ کلن واني دوه کاله مخکې له هندیو سرتېرو سره په نښته کې وژل شوی وو.

چارواکو پر نوموړي تور پورې کړی وو چې وسله وال وو خو د هغه تر وژنې وروسته په کشمیر کې پراخې مظاهرې وشوې او په تاوتریخوالي کې ګڼ کسان ووژل شول.

د یکشنبې پر ورځ هم د هند تر واک لاندې کشمیر بېلا بېلو سیمو کې سرتېري ځای پر ځای ول.

اسوشي اېټډ پرېس اژانس لیکي، حکومت په سیمه کې انټرنېټي او د موبایل ټېلېفون سروېسونه ځنډولي دي.

اژانس وايي، د واني تر وژنې وروسته په سیمه کې د بېلتونپالو هلې ځلې زیاتې شوې دي او له یوه اټکل سره سم، شاوخوا ۲۰۰ کسان د هغوی لیکو ته ورجذب شوي دي.

اژانس زیاتوي چې د کشمیر د ناکرارۍ له وجې پر امنیتي ادارو هم انتقاد زیات شوی دی.

خو نوی دیلی وايي، د امنیتي ادارو اقدامات په سیمه کې د امنیت ټینګولو او د وسله والو پر ضد دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG