د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: په دوو جلا بریدونو کې اته سرتېري وژل شوي


د پاکستان نيمه پوځي سرتېری
د پاکستان نيمه پوځي سرتېری

د پاکستان په سوهېل لوېديځې صوبې بلوچستان کې د دوشنبې په شپه په یوه وسلوال برید کې د سرحدي ځواک شپږ سرتېري وژل شوي دي.

پېښه هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې د صوبې له خاران سيمې څخه د نيمه پوځي ځواک قافله له ايران سره نږدې سرحدي سيمې مشکۍ پر لور روانه وه چې له پنجګور سره نږدې په غرييزه سيمه کې ورباندې د ډزو او راکټونو بريد وشو.

د بريد په نتيجه کې شپږ سرتيري ووژل شول او درې نور ژوبل شول. ژوبل سرتېري د خضدار روغتون ته رسول شوي دي. چارواکي وايي چې بریدګر له پېښې وروسته په تېښته بريالي شوي دي.

له پېښې ورسته امنيتي ځواکونو د لټون عمليات پېل کړي دي خو تر دې دمه يې هېڅوک نه دی نيول.

بلخوا په پنجګور ځايي خبریالانو مشال راډيو ته ویلي چې د یکشنبې په ورځ (اتوار) د پاکستانیو امنیتي عسکرو پر یو ګاډي د ناڅرګندو وسله والو په برید کې دوه عسکر وژل شوي دي.

تر اوسه د دې پېښې ذمه وارې هېڅ یوې وسلوالې ډلې نه ده منلې خو تر دې وړاندې د ورته بريدونو مسوليت بلوڅ بېلتونپالو ډلو يا اسلامي سختدريځو ډلو پر غاړه اخيستی دی.

XS
SM
MD
LG