د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د رجسټر افغان کډوالو د اوسېدو موده وغځوله


پاکستاني حکومت او یو اېن اېچ سي ار لسګونه زره کډوال په ۲۰۱۷ز کې رجسټر کړل
پاکستاني حکومت او یو اېن اېچ سي ار لسګونه زره کډوال په ۲۰۱۷ز کې رجسټر کړل

اسلام اباد - د پاکستان نګران حکومت پرېکړه کړې ده چې رجسټر افغان کډوال تر درو نورو میاشتو کولای شي چې په هغه هېواد کې واوسي. د جون د ۳۰مې پر ماښام د وزیراعظم له دفتره په خپور بیان کې راغلي دي چې د افغان کډوالو د برخلیک په اړه وروستۍ پرېکړه به نوی منتخب حکومت کوي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د قامي او صوبايي اسمبلیو د ټاکنو لپاره د جولای ۲۵مه نېټه ټاکلې ده چې په نتیجه کې به یې نوی ملکي حکومت جوړېږي.

نګران حکومت د نویو پالیسیو جوړولو واک نه لري.

په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو د حکومت پرېکړه ستایلې ده.

ملنګ رحمانی د خیبر پښتونخوا په هریپور کې اوسي. ده د جون د ۳۰مې پر ماخوستن مشال راډیو ته وویل، په پاکستان کې یې ۳۵ کاله تېر کړل. دی وايي، افغانستان ته ستنېدل غواړي خو امنیتي حالات ورته اجازه نه ورکوي.

په پاکستان کې د کډوالو ژوند او ستونزې

په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:54 0:00

افغانستان ته ستنېېدا دې له امنیت سره وتړل شي

د کابل ستانکزی بهیر وايي، په پاکستان کې ډېرې ستونزې لري.

دی وايي، په پاکستان کې چې په ډاک یا پوسټ یو ځای ته خط هم استوي خو ورڅخه شناختي کارډ غواړي. بهیر زیاتوي چې له مجبورۍ هلته اوسي که نه ډېر یې زړه غواړي چې خپل وطن ته ستون شي.

په پېښور کې خبریال او شنونکی شمیم شاهد وايي، دا تر دوو یا درو میاشتو پورې په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو د مودې د غځولو مسله نه ده بلکې پاکستان ته په کار دي چې افغانانو ته نور وخت هم ورکړي.

شاهد وايي، په افغانستان کې سږکال (۲۰۱۸ز) پارلېماني ټاکنې کېږي او هلته د دې انتخاباتو د تیاریو پر مهال هم شاوخوا ۴۸ بریدونه شوي دي چې ښيي چې امنیتي حالات سم نه دي.

دی زیاتوي، ځکه نو اسلام اباد ته په کار دي چې په خلوص عمل وکړي او دا اعلان وکړي چې په افغانستان کې د امنیت تر ټينګېدو پورې کډوالو ته د اوسېدو اجازه ورکړي.

اړوند مطلب:

'سږکال زرګونه افغان ګډوال افغانستان ته ستانه شوي'

د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) اټکل ښيي چې شاوخوا دوه میلیونه افغانان په پاکستان کې د کډوالۍ ژوند کوي.

په هغه هېواد کې د رجسټر کډوالو د اوسېدو موده د ۲۰۱۷ز کال د ډېسېمبر پر ۳۱مه پوره شوې چې له هغه وخت راهیسې اسلام اباد دوه ځلې تر درو میاشتو پورې وغځوله.

نګران حکومت دا موده د سېپټېمبر تر ۳۰مې پورې غځولې ده.

افغان حکومت ویلي دي چې په راتلونکو کلونو کې د ټولو افغانانو هېواد د ستنولو او ورته د اوسېدو پلان یې جوړ کړی دی چې په مرحلو کې یې عملي کوي.

XS
SM
MD
LG