د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو وزارت وايي، په وروستیو دریو میاشتوکې، تر ۱۴۰ زره زیات افغانان له ایران او پاکستانه ستانه شوي دي.

د دې وزارت سلاکار، حفیظ احمد میاخیل د جمعې په ورځ ناوخته مشال راډیوته وویل د وران کال له پېل راهیسې څه کم یونیم لک کډوال له ایران او پاکستانه خپلو سیمو ته ستانه شوي دي.

ده وویل چې په دې خلکو کې اووه زره له پاکستانه او نور ټول له ایران څخه بیرته افغانستان ته راغلي دي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت یو وار بیا په هغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د استوګنې د کارډونو موده ، د روان کال د جون تر میاشتې غځولې ده.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

  • مهرباني وکړئ د خپل اکاونټ ساتنې پوښتنه ځواب کړئ *

XS
SM
MD
LG