د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبرپښتونخوا کې د ضم شوو پخوانیو قبایلي سیمو د یو شمېر خلکو له خوا په اسلام اباد کې روانه احتجاجي ناسته دوام لري.

له تېرو یوولس ورځو راهسې د روان دې احتجاج ګډون وال غوښتنه کوي چې په پخوانیو قبایلي سیمو کې دې هم د جولايي پر ۲۵مه د صوبايي اسمبلۍ لپاره ټاکنې وشي.

د متحده قبایل ګوند په مشری د اسلام اباد پریس کلب مخې ته ناست دا احتجاج کونکي وايي، تر خپلو غوښتنو پوره کېدو پورې به احتجاجي ناسته جاري ساتي.

په احتجاج کې شامل ملک منصف خان پرون ناوخته مشال راډيو ته په دې اړه وویل چې فاټا یې ضم کړه نو اوس دې حقونه هم ورکړي.

ده وویل ، که چېري یو کال وروسته هم هلته ټاکنې وشي نو به د نورو سیمو خلک پنځه کاله حکومت کوي او د پخوانیو قبایلي سیمو خلک به څلور کاله حکومت کوي.

بلخوا د پاکستان انتخاباتي کمیشن دې ورستیو کې ویلي وو چې د ايين تر مخه د ۲۰۱۸م کال عامو ټاکنو وروسته به هم په یو کال کې دننه په قبایلي سیمو کې د صوبايي اسمبلۍ د ۱۶ څوکیو لپاره عام انتخابات ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG