د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د درېوو ورځو لپاره ټول افغانان یوموټی ول'


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په امریکايي ورځپاڼه نیویارک ټایمز کې په لیکنه کې ویلي، د افغانستان شاوخوا نیمايي ابادي دومره ځوانه ده چې خپل عمر کې یې د سولې او امن یوه ورځ هم نه ده لیدلې. دا هغه ځوانان دي چې تل یې تاوتریخوالی او تاوانونه ګاللي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني
​ اشرف غني لیکي چې له تېرو ۳۸ کلونو راهیسې مې په هغه هېواد کې سوله یو خوب او په شونډو دوعا ده.

په افغانستان کې په ۱۹۷۸ز کال کې د کودتا په نتیجه کې د لومړي ولسمشر سردار داود خان حکومت ړنګ شو او د خلق او پرچم ګوندونو د سوسیالېستي (سوشلستي) نظریې او نظام ضد، د اسلامپاله ډلو مبارزه پیل شوه.

د ۱۹۸۰ز لسیزې پر مهال په هېواد کې تاوتریخوالی روان وو او په ۱۹۹۲ز کال کې د ډاکتر نجیب الله حکومت د نسکورېدو له کبله اسلامپاله ډلو د واک تر لاسه کولو لپاره هلې ځلې پیل کړې چې له کبله یې په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل شوه.

د ۱۹۹۶ز کال په سېپټېمبر کې طالبانو واک تر لاسه کړ او د ۲۰۰۱ز کال تر پایه پورې واکمن ول.

پر امریکا د القاعدې د وسله والو بریدونو له کبله د امریکا په مشرۍ نړیوال اېتلاف د ۲۰۰۱ز کال له اکتوبر راهیسې په افغانستان کې د ترهګرۍ او سختدریځۍ پر ضد جګړه پیل کړې چې لا هم دوام لري.

افغان ولسمشر اشرف غني په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې، د روژې په پای کې د اته ورځني حکومتي او بیا د طالبانو د اختر د درو ورځو اوربند ذکر کړی دی او ویلي یې دي چې تر دې اوربند مخکې د افغانستان شاوخوا ۳،۰۰۰ دیني عالمانو په یوه فتوا کې په هغه هېواد کې جګړه ناروا وبلله.

افغان ولسمشر لیکي چې د اوربند له کبله، د شاوخوا څلورو لسیزو په موده کې په لومړي ځل افغانانو په ارامه فضا کې اختر وکړ، د ښارونو اوسېدونکي بې له وېرې کلیو ته ولاړل، میندو او پلرونو بچیو ته په کوڅو کې د لوبو کولو اجازه ورکړه او خلک د ځانمرګي برید د خطر له وېرې بغیر پارکونو ته ولاړل.

غني وايي، په اوربند کې ښځو له طالبانو سره ولیدل او په مړانه یې هغوی ته خپلې اندېښنې وړاندې کړې او یو ځل بیا یې د سولې او ټولشموله ټولنې د جوړولو غوښتنه وکړه.

د اختر په درو ورځو کې دې هېڅ فرق نه لاره چې څوک طالب دی او که افغان سرتېری، ښځه ده او که سړی، پښتون دی که هزاره. د درو ورځو لپاره، ټول افغانان یو موټی ول.

په نیویارک ټایمز ورځپاڼه کې اشرف غني لیکلي دي چې د افغان ولسمشر په توګه د ده لپاره تر ټولو ګرانه پرېکړه دا وه چې له ولسه غوښتنه وکړي چې د شنونکو او څارونکو څرګندونې یوې خوا ته کړي او د اوربند په تجربه کې یې ملاتړ وکړي.

افغان ولسمشر د جګړې له کبله د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې زیاتېدو ذکر کړی دی او وروسته یې د هېلمند د سولې د کاروان له غړو سره د ملاقات یادونه هم کړې او وايي چې د هغوی د غوښتنې پر اساس یې اوربند ۱۰ ورځې نور وغځاوه.

افغان ولسمشر هیله ښودلې چې طالبان هم د سولې د کاروان له غړو سره وویني او د ده د سولې د وړاندیز مثبت ځواب ورکړي.

اشرف غني زیاتوي چې افغانان سوله غواړي او د دې لپاره تیار دی چې د طالبانو له مشر ملا هبت الله اخونزاده سره هر ځای چې هغه وغواړي، وویني او خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG