د لاسرسي ځای

تازه خبر

م.م افغانستان کې د اوربند نه غځولو خبر خواشینوونکی وباله


تدامیچي یاماموتو
تدامیچي یاماموتو

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سېشنبې په ورځ په نیویارک کې د افغانستان په اړه غونډه په ‎دې هېواد کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې له موضوع پیل کړه او وروسته یې په کوچني اختر کې د درې ورځني لنډمهالي اوربند، د سولې او سیمه‎ییزو همکاریو، په ‎دې برخه کې پر شته فرصتونو او په افغانستان کې پر راتلونکیو انتخاباتو خبرې وکړې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په پیل کې وویل، دا ورته ډېر د خواشینۍ خبره ده چې وسله‎والو طالبانو اوربند ته دوام ور نه‎ کړ او بیرته یې جګړې ته مخه کړه.

د نوموړي په وینا دا یو فرصت وو چې وسله‎والو طالبانو کولی شوی تاوتریخوالی راکم کړي.

د یاماموتو په وینا د جګړې د لارې غوره کول یوازې ولسي افغان وګړي له ستونزو سره مخامخوي.

همدارنګه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي محمود صیقل د امنیت شورا په د سېشنبې په ورځ په غونډه کې وویل، له طالبانو سره اوربند د افغان حکومت یوه لاسته راوړنه وه او باید چې نړیوال یې حمایت وکړي.

محمود صیقل
محمود صیقل

نوموړی زیاتوي، په افغانستان کې د سولې بریالیو هڅو لپاره باید یو څو شیان په نظر کې ونیول شي.

لکه

". زموږ یووالی باید پیاوړی شي

  • خلک باید د سولې بهیر له هره پړاوه خبر وساتل شي
  • د راتلونکې هر اوربند او هر ډول خبرو په اړه باید ډاډ ترلاسه شي
  • د سولې او یووالي لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل د پلان په اړه باید اطمینان موجود وي
  • په افغانستان کې د روانو هڅو لپاره د سیمه‎ییزې او نړیوالې اجماع لپاره باید کار وشي."

د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د سېشنبې د ورځې په غونډه کې د چین، روسیې، پاکستان، هند، ایران، اروپايي ټولنې، بریتانیا، متحده ایالتونو، جاپان سربېره د یو شمېر نورو هېوادونو استازو هم خبرې وکړې، دوی په افغانستان کې وروستۍ اوربند وستایه او د روانې جګړې لپاره یې د سیاسي حل‎لارې او د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو په پیل ټینګار وکړ.

په غونډه کې د انتخاباتو لپاره په روان چمتوالي هم خبرې وشوې، یو شمېر استازیو د انتخاباتو پر شفافیت او ښه تنظیم ټینګار وکړ او دا یې په ‎دې هېواد کې مثبت لوري ته ښه پرمختګ وباله.

په کابل کې بیا ولسمشر محمد اشرف غني د سېشنبې په ماښام د سولې د عالي شورا او دیني عالمانو د شورا له غړیو سره وکتل او د اوربند په اړه یې د افغانستان د دیني عالمانو وروستۍ فتوا وستایله.

ولسمشر غني ټینګار وکړ چې خلک کولی شي خپل وړاندیزونه د سولې د هر ډول خبرو او اوربند لپاره له سولې عالي شورا سره مطرح کړي.

نوموړی وايي:

محمد اشرف غنی
محمد اشرف غنی

"

  • هر ډول اندېښنه چې د سولې په اړه موجوده وي، د افغانستان ملت دې د سولې له شورا سره شریکه کړي.
  • د سولې د پروسې د بهتره کولو لپاره چې هر وړاندیز ولرئ، د سولې د عالي شورا او له ما سره یې شریک کړئ.
  • ټول اقشار، ټول مشران، ټولنې، د ښځو بنسټونه او د افغانستان ټول خلک په‎دې کې دخیل دي.​"

اخوا په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا په غونډه کې د افغانستان د سولې په هڅو سربېره په څو نورو مواردو هم خبرې وشوې.

ملګري ملتونه به د روان کال د نوومبر په ۲۸مه نېټه په جینوا کې د افغانستان په اړه د یوې نړیوالې غونډې کوربه‎توب وکړي.

پر خپلځان د افغانستان اتکا، شته ستونزې او په وړاندې یې چلند په ځانګړې توګه د نا امنیو او کارموندنې په برخو کې او د پراختیايي بنسټونو سره د بشري اقداماتو تړل هغه درې مسئلې دې چې د بېلابېلو هېوادونو د وزیرانو په سطحه به په‎دې غونډه کې پرې خبرې کېږي.

ملګري ملتونه وايي، په تمه دي چې افغانستان د جینوا په غونډه کې د پراختیا، بې وزلۍ د کمولو او نورو ستونزو په وړاندې د مقابلې لپاره له لاسته راوړونو سره ګډون وکړي او بېلابېلو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ته د خپلو پروګرامونو په اړه ډاډ ورکړي.

XS
SM
MD
LG