د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان سولې ولسي حرکت م.م ته لیک استوي


د هلمند سولې کاروان غړي به نن سېشنبه د ملګرو ملتونو عمومي منشي ته د خپلو غوښتنو په اړه لیک واستوي.

د لیک جزئیات لا نه دي څرګند شوي.

هغوی د یکشنبې په ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازي دفتر، یوناما مخې ته درې ورځنی پرلت پیل کړ او تر سبا ماسپښينه به هلته ناست وي.

د هلمند د سولې کاروان ویاند، بسم الله وطندوست نن سهار ازادي راډیوته وویل:

"د ملګرو ملتونو مشرتابه راته ویلي چې غواړي چې له موږ سره بحث وکړي او کښېني خو موږ ورته ویلي چې ستاسو سره بحث نه کوو بلکې د ملګرو ملتونو د سازمان د غړو هېوادونو پر ملتونو ږغ کوو، له تاسو پوښتنه وکړي چې تاسو په اوولس کلونو کې په افغانستان کې څه کړي او ستاسو شتون په افغانستان کې څه مانا لري."

د هلمند د سولې کاروان غړي به په کابل کې د امریکا، روسیې، چین، پاکستان او یوشمېر نورو هېوادونو د سفارتونو مخې ته ورته پرلت ورکړي.

د ارګ خبرپاڼه وايي چې د افغانستان ولسمشر، محمد اشرف غني نن سهار په کابل کې د یوشمېر بهرنیو هېوادونو له سفیرانو سره کتلي او د سولې لپاره پر روانو هڅو او د " اوربند پر ښه مدیریت " یې خبرې ورسره کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG