د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات سېلګرۍ ملازمین تنخاګانې غواړي


د سوات شیتنګوټ ډنډ له کښلا ډکه کاسه ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:53 0:00

د سوات شیتنګوټ ډنډ له کښلا ډکه کاسه ده

په سوات کې د سیلګرۍ صنعت سره تړلو لسګونو کسانو پرون د احتجاجي مظاهرې له لارې له حکومته غوښتنه وکړه چې د دوی له څو میاشتو راهېسې ځنډېدلې تنخاګانې دې ورکړي او نوکرۍ دې یې ورته پخې کړي.

د سیلګرۍ د صنعت د پرمختګ او هوټلونو کې کارکونکیو ته د روزنې ورکولو ادارې پېتم (PAITHOM) یو کارکونکي نصرالله مشال راډیو ته وویل، حکومت دوی ته تنخاګانې نه ورکوي چې له کبله یې دوی له ستونزو سره مخامخ دي او کورنۍ یې هم کړېږي.

(له موږ سره دا زیاتی روان دی چې هر څلور-پنځه میاشتې پس مو تنخاګانې بندوي او نه مو د سرکاري ملازمینو په توګه خپلوي.)

د دغو خلکو د ستونزو په اړه د خیبر پښتونخوا د سېلګرۍ ادارې سېکرېتري بابر خان مشال راډیو ته وویل چې بره چارواکیو ده یې دغه ستونزه ورسولې ده.

د پېتمPAITHOM په نوم د سیلګرۍ د ودې اداره د اسټریا د حکومت په مرسته په ۲۰۰۷ کال کې جوړه شوې وه، هغه مهال یې واک د مرکز سره و خو په ۲۰۱۱م کې بیا د صوبايي خودمختارۍ په رڼا کې دا اداره صوبايي حکومت ته وسپارل شوه. مظاهره کوونکي وايي که ستونزه یې هواره نشوه نو په پېښور کې د وزیراعلی هاوس مخې ته به مظاهرې پیل کړي.

XS
SM
MD
LG