د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترکي انتخاباتو کې اردغان بریالی شوی


له بري وروسته اردغان خلکو ته وینا کوي.
له بري وروسته اردغان خلکو ته وینا کوي.

پراګ ـ د ترکي د انتخاباتو کمېشن، د ملک په اهمو ولسمشریزو انتخاباتو کې، واکمن رجب طیب اردغان، ګټونکی اعلان کړی دی. له دې سره د انتخاباتو دوهم پړاو ته د تګ امکان ختم شوی او نوموړي ته د ولسمشر په حیث زیات قدرت په لاس کې ورکړل شوی دی.

د ترکي د انتخاباتو د عالي کمېشن مشر سعدي ګووین د دوشنبې په سهار انقره کې خبریالانو ته وویل، اردغان خپل نږدې سیال ته د کره رایو په مطلق اکثریت سره ماتې ورکړه. نوموړي د رایو کومه واضحه شمېره ونه ښودله. اټکل کېږي چې هم د دوشنبې پر ورځ به د انتخاباتو کمېشن حتمي وروستۍبشپړې پایلې اعلان کړي.

تر دې وړاندې سرکاري تلویزون ویلي وو چې په ۹۹ فیصده شمېرل شویو رایو کې اردغان ۵۲ اعشاریه پنځه فیصده او د هغه مخکښ رقیب نوماند محرم اینسی ۳۱ فیصده رایې وړي دي.

سرکاري رسنۍ وايي، په یو وخت ترسره شویو پارلیماني انتخاباتو کې، د اردغان AKP ګوند ۴۲ فیصده او د دوی ایتلافي ګوندMHP ۱۱ فیصده رایې خپلې کړې دي. د محرم اینسی اپړزیسون ګوند (CHP) ۲۳ فیصده رایې ګټلې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG