د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیندیانو هم د خپلو ورکو کسانو لپاره احتجاج پیل کړی


په کراچۍ کې سیندیو کورنیو د پي ټی ایم غونډې ته د خپلو تریتم کړیو خپلوانو تصویرونه راوړي ول. ۱۳مې ۲۰۱۸
په کراچۍ کې سیندیو کورنیو د پي ټی ایم غونډې ته د خپلو تریتم کړیو خپلوانو تصویرونه راوړي ول. ۱۳مې ۲۰۱۸

په قاید اعظم پوهنتون کې د سیند صوبې زده کوونکیو د اتوار له ورځې راهیسې په اسلام اباد کې د پرېس کلب مخې ته د احتجاج په توګه پرلت غزولی دی او غوښتنه کوي چې حکومت دې په سیند کې د امنیتي ادارو له خوا د لادرکه کړل شویو ۱۲۰۰ کسانو درک ولګوي او عدالتونو ته دې وړاندی کړي. بل خوا حکومت وايي د لادرکه کسانو په اړه یو درې کسیز کمیشن خپل کار پر مخ وړي.

د زده کوونکیو سازمان ؛مهران سټوډنټس کونسل؛ مشر اعجاز چانډیو په دې اړه بیګا مشال راډیو ته وویل، چې له ۲۰۰۵ کاله په سیند صوبه کې خواؤشا دولس سوه کسان لادرکه کړل شوي دي.

''په کال دوه زره اوولسم او اتلسم کې زموږ ۱۴۶ لیکوالان ، او د حقونو دفاع کوونکي لادرکه کړل شوي دي. د دغه پرضد په کراچۍ کې د دوی خویندو میندو احتجاج کاوه، په دغه احتجاج رینجر ځواکونه ، پولیس او په ساده کالیو کې د ایجنسیو خلک ورغلي دي، زموږ له ښځو سره لاس وګریوان شوي دي، د هغوی جامې يې شلولې دي او احتجاج يې ورله ختم کړی دی. د دغه پرضد په اسلام اباد کې د سیند زده کوونکي احتجاج کوي او تر ایین لاندې د خپلو حقونو غوښتنه کوي.''


دخیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو په ګډون د پاکستان په سیند، بلوچستان، او پنجاب صوبو کې د حقونو دفاع کوونکي وايي چې امنیتي ادارې خلک نیسي او بیا يې عدالتونو ته نه وړاندې کوي.

د پښتون تحفظ غورځنګ یو مخکښ عالم زیب خان واييچې د پاکستان له بېلابېلو برخو خواؤشا څلور زره پښتانه لادرکه دي.

نوموړې وايي،

''تراوسه زموږ د مالوماتو تر مخه خواوشا ۴۰۰۰ پښتانه ورک دي. په دې کې ډاکټران شته، اینجینران پکې شته، مزدورکار او خواريکښ پکې هم شته. او عمرونو يې داسې دي چې دولس کلن ماشوم پکې هم شته او پینځه اویا کلن پکې هم شته.''

د لادرکه کسانو د لټون لپاره سپریم کورټ په دوه زره لسم کال کې د پخواني جسټس جاوید اقبال په مشرۍ یو درې کسیز کمیشن جوړ کړو. کمیشن تر اوسه خپله زمه واري تر کومه حده پوره کړی ده؟ په دغه اړه د پاکستان د بشري حقونو د کمیشن یو غړې او د قانوني چارو پوه شیرمحمد خان وايي:

''جسټس جاوید اقبال د دې کمیشن چیرمین وو او هغه دا خبره کړې ده چې د مشرف په واکمنۍ کې ۴۰۰۰ کسان نورو ملکونو ته په پیسو ورکړل شوي دي. هغه بیا د دې نور تفصیل ور نه کړ چې دا کسان چا ورک کړي دي او د دې خلکو جرم څه وو؟ نو د دې کمیشن کارکردګي ډېره ناقصه ده.''

راپور جوړوونکي د کمیشن د دریځ مالومولو لپاره د کمیشن له سکرېټري سره بیا بیا تماس ونیول شو خو بریالي نه شو. په قامي اسمبلۍ کې د بشري حقونو د سټینډینګ کمیټۍ یوه غړي صاحبزاده محمد یعقوب راته وویل چې د ورکو شویو کسانو معامله ډیره حساسه ده خو کمیټۍ په دغه اړه وخت په وخت متعلقه حکومتي چارواکي راغوښتي دي او پوښتنې يي ترې کړي دي.

نوموړی زیاتوي:

''موږه د څلورو واړو صوبو د پولیسو مشران، استخباراتي چارواکي او د کورنیو چارو سیکرېټران راغوښتي دي او له هغوی سره مو باقاعده خبره کړې ده. په دوی کې د ځینو درک لګېدلی دی، کار پرې روان دی. خو ځنې کارونه داسې وي چې له ډېرې مودې روان وي نو په یوه ورځ کې نه سمېږي.''

د ترییتم کړیو خلکو د کمیشن انکوایري راپور تر مخه د روان کال د فېبرورۍ تر میاشتې پورې په پاکستان کې ۴۸۰۴ کسان لادرکه وو، چې ۳۲۷۴ کسانو درک لګېدلی دی او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي. خو د بشري حقونو دفاع کوونکي وايي، د لادرکه کړل شویو کسانو شمېره تر دغه هم ډېره ده.

نور راپورونه

منظور پښتين د لادرکه کسانو په اړه د پښتنو، بلوڅو او سينديانو د اتحاد ږغ وکړ

پښتون ژغورنې غورځنګ تر۸۰۰۰ زیاتو ورکو کسانو معلومات راغونډ کړي

XS
SM
MD
LG