د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا انتخاباتي کمېشن زیاتره نوماندان منظور کړي


تېر ځل په ۲۰۱۳ز کال کې په پاکستان کې ټولټاکنې شوې وې
تېر ځل په ۲۰۱۳ز کال کې په پاکستان کې ټولټاکنې شوې وې

پېښور - د خېبر پښتونخوا د الېکشن کمېشن ویاند سهیل خان د یکشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې له کره کتنې او څېړنې وروسته د نږدې درېوو زرو امیدوارانو نومونه د جولای ۲۵مې نېټې د انتخاباتو لپاره منظور کړل شوي دي.

نوموړي وویل: ((موږ سره د قامي اسمبلۍ لپاره تقریبا لس کم اوه سوه، د صوبايي اسمبلۍ لپاره ۱۹۱۹ او د قبایلي سیمو لپاره ۳۵۶ امیدوارن لرو.))

سهیل خان وړاندې وویل، د هغو امیدوارانو کاغذونه چې نیمګړي وو، بیلونه یې نه وو ورکړي،احتساب عدالت سره یې کیسونه وو او یا هم د بینکونو سره یې معاملې صفا کړې نه وې، هغوی د راتلونکیو انتخاباتو لپاره وړ نه دي شمېرل شوي. د دې ترڅنګ د هغو امیدوارانو مخه هم نیول شوې چې پرې نورو کسانو اعتراضونه درلودل.

د خیبر پښتونخوا د الېکشن کمېشن ویاند وايي په یاده صوبه کې ۸۷ لکه سړي او ۶۶ لکه ښځې په راتلونکیو انتخاباتو کې خپلې رایې استعمالولی شي. دی وايي په مجموعي ډول یو کروړ درې پنځوس لکه ووټران په خېبر پښتونخوا او ۲۵ لکه په قبایلي سیمو کې د ووټ ورکولو جوګه دي.

د خېبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې تر دې وړاندې ترسره شویو پارلیماني انتخاباتو کې مېرمنو ته د رایو اچولو اجازه نه وه ورکړل شوې، دا چې دا ځل به څه صورت حال وي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې سهیل خان وايي:

((د دې خبرې د مخنیوي لپاره باقاعده قانون سازي وشوه. د ۲۰۱۷ الېکشن ایکټ ترمخه، چې په کومه حلقه کې، پنځو فیصدو نه کمو مېرمنو ووټونه استعمال کړي وي، د هغې حلقې نتیجه الیکشن کمېشن لغوه کولی شي.))

د خېبر پښتونخوا د الېکشن کمېشن ویاند دا هم ویلي چې راتلونکي انتخابات به د پوځ په نګرانۍ کې ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG