د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې کلتوري هڅې کمې شوي، خو کیفیت يې لوړ شوی


په خوست کې کلتوري هڅې.
په خوست کې کلتوري هڅې.

د خوست یو شمېر لیکوال او فرهنګیان وايي، چې د یاد ولایت په لیرې پرتو سیمو کې کلتوري فعالیتونه لږ شوي او د بیرته ښه کیدو لپاره يې اساسي کار ندی شوی.

بلخوا بیا ځنې کسان پدې باور دی، چې د ادبي دستورو او علمي ناستو او برنامو په کیفیت او معیار کې ښه والۍ راغلی او تر څنګ يې د کتاب لیکنې په ګډون د علم، ادب او فرهنګ د اساسي برخو بډاینې ته توجه شوې ده.

لیکوال او ژورنالست محمدغفور مهیدي په خوست کې د کلتوري هڅو د انسجام او راغونډولو له پاره د مرکزیت او محوریت نه شتون همدارنګه د فرهنګیانو اقتصادي او مادي ستونزې مهمې ننګونې ګڼي:

((دا یوه اساسي ننګونه ده، چې دلته د فکري تمرکز او کلتوري چارو د سازماندهۍ له پاره یوه مشترکه منبع نه ده ایجاد شوې، تر څو دا فعالیتونه را غونډ کړي او بل لوري ته د فرهنګیانو او شاعرانو مادي او اقتصادي ستونزې دي، دې له پاره د دولت ملاتړ، د سوداګرو ملاتړ او د نورو ټولنیزو کړیو ملاتړ نه دی خپل شوی.))

لیکوال او شاعر نوراجان بهیر وايي، چې اوس هم د خوست په بیلابیلو سیمو کې فرهنګیان او روڼ اندي په فرهنګي دستورو کې راټولیږي، چې پدې سره يې اړیکې ډیریږي، د یوې او بلې سیمې کلتورونه شریکیږي، چې په ټوله کې دا ډول هڅې د سیمو او ځوانانو لپاره په ګټه تمامیږي.

لیکوال او د نظر خاوند زاهدشاه انګار سره لدې چې په یو شمیر ولسوالیو کې روانې فرهنګي هڅې یادوي خو زیاتوي چې بیا په ځینو ولسوالیو او اطرافي سیمو کې چې د فرهنګي هڅو پیل له هماغو ځایونو شوی وو، اوس دا ډول دستورې کمې شوي دي.

نوموړی په ځانګړي ډول د عبدالباري جهاني، صدیق پسرلي، د ستورو امیل او اریانا هغه ټولنې یادوي چې اوس يې فعالیتونه تر ډېره دریدلي دي.

خو د خوست چارواکي وايي، چې د ځايي ادارې په هڅو او پرلپسې پاملرنې یاد ولایت کې د ادب، فرهنګ، تعلیم او تحصیل برخې پیاوړې شوې دي.

د خوست د والي ویاند طالب منګل وايي، چې ولایتي اداره د علمي او اکاډمیکو موسساتو، فرهنګي ټولنو او مدني بنسټونو سره په ډېرو برخو کې ګډ کار کوي، چې پایلې يې ګټورې تمامې شوې دي.

ښاغلی منګل وايي، چې په خوست کې اوسمهال تر شپیتو زیات ادبي او فرهنګي ټولنې او نور علمي مرکزونه فعالیت لري، چې د دې ولایت د ادب، فرهنګ او علمي هڅو په بډاینه کې يې د پام وړ ونډه لرلې ده.

طالب منګل زیاته کړه، اوسمهال فرهنګي هڅې د خوست لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځیدلي، چې د چارو د تنظیم لپاره يې ورسره ناستې او نورې لازمې مرستې کیږي:

((اوس ماشاالله له مرکز سربیره ولسوالیو ته هم دا بهیرونه غځیدلي دي، د دې بهیرونو د غښتلتوب لپاره هڅې کیږي، همدارنګه په مشاعرو، علمي او څېړنیزو سیمینارونو کې زیاتوالی او ښه والی راغلی دی، ولایتي اداره فرهنګي برخې ته ژمنه ده او په فرهنګي برخو کې به د نورو پرمختګونو هم شاهد واوسو.))

د یادونې وړ ده، په خوست کې دا مهال خواوشا اویا مدني ټولنې، ټولنیز سازمانونه او فرهنګي بنسټونه فعالیت لري، چې لږه برخه يې څرګند او محسوس فعالیتونه لري.

روڼ اندي وړاندیز کوي، کچیرې د ټولنو د فعالیتونو د څرنګوالي همدارنګه د هغوی د کړنو د ګټورتوب او اغېزمنتوب بنسټیزه ارزونه وشي، نو د هغو خلکو او ټولنو مخه به ونیول شي، چې یوازې پدې نوم شخصي استفاده کوي او د فعالو بنسټونو د فعالیتونو په مخکې يې خنډونه جوړ کړي دي.

XS
SM
MD
LG