د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې کډوال خپلو کورونو ته ستنېږي


فاپل فوټو
وزیرستاني کډوال خپلو سیمو ته ستنېږي
فاپل فوټو وزیرستاني کډوال خپلو سیمو ته ستنېږي

په کورمه کې د تحريک طالبان پاکستان د جګړه مارو تر ورتګ وروسته هلته د وسله والو او ځايي خلکو چې له اهل تشيع مسلک سره تعلق لري، اوږده جګړه پیل شوې وه چې له کبله يې له پاڼه چناره د اهل سنت لوی شمېر خلک د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شول.

دا رنګه هغه شیيعه کورنۍ چې په سده کې اباد وو هغوي هم اړ شول چې د سنيانو له سيمو ووځي. خو اوس ۱۱ کاله وروسته د حکومت او ځايي قبيلو په کوششونو د دغو بې کوره شوو کورنيو خپلو خپلو کورونو ته د ستنېدو لړۍ د چارشنبې پر ورځ پېل شوه. په دې لړ کې پرون د اهل سنت شاوخوا لس کورنۍ پاڼه چنار ته ستنې شوې چې حکومتي چارواکو، طوري او بنګش قبيلو مشرانو يې هرکلی وکړ. هم په دې تړاو نن بيا ځينې شيعه کورنۍ سدې ته ستنې شوې.

'ماشومانو ته د اختر کالي نه شو اخېستلی'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:08 0:00

چارواکي وایي د خلکو د ستنېدنې دا لړۍ به تر هغې روانه وي ترڅو ټول بې کوره شوي خلک په مکمله توګه خپلو کورنو ته ستانه شوي نه وي.

له پاړه چیناره سدې ته بېرته تلونکي یو سپین ږیري منصب علي نن د زیارت پر ورځ له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل کلونه روسته یې خپل کور ،کلې او خاوره ولیده او هغه په دې ډېر خوشاله دی.

''موږ د دوی د ۱۹۸ز کال راهیسې بې دخل شوي وو او اوس سدې ته بیرته ستانه شو، موږ پاڼه چنار ته د لسو نورو کورنیو سره هغه وخت کډه شوي ول، د سیمې خلکو زموږ ډېر خدمت او هر کلې وکړو. سده زموږ خپله خاوره او خپل وطن دی.''

له مشال راډیو سره خبرو کې د پاړه چینار سنېټر سجاد توري مشال راډیو ته وویل چې دوی له ډېرې مودې راهسې لګیا وو چې دا شخړه هواره شي او دا بې دخله خلک خپلو کورونو ته ستانه شي.

هغه وویل په پاڼه چنار کې دوی د خپلو سنیانو وروڼو هرکلی وکړو او دا رنګ د سدې خلکو او مشرانو د اهل تشیع تود هر کلی وکړو.

''دا کوم خلک چې واپس شوي دي، دا نورې مسلې وې او دې ته موږ یواځې مذهبي فسادات نه شو ویلی. په دې کې د دواړو خواو خلک متاثره شوي او په دې کې له پاکستان سربیره یو شمېر کورنۍ بهر ملکونه ته هم لاړې.''

له پاړه چینار او سدې د ۲۰۰۷ کال په اوږدو کې فرقه ایز تاو تریخوالی زیات شوی و چې په نتیجه کې یې ډېرې خلک له دغې سیمو بې دخله شوي و. په دې کې ګڼ شمېر شیعه ګان له سدې او سنیان له پاړه چیناره نورو ځایونو ته کډه شوي و.

د تیرا راجګل کډوال د خپلو حقونو لپاره پر احتجاج

په تش لاس څنګه وطن ته ستانه شو؟

XS
SM
MD
LG