د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فوټبال نړیوال جام د روسيې او سعودي په لوبه پیلېږي


په روس کې د فوټبال نړیوال جام.
په روس کې د فوټبال نړیوال جام.

د فوټبال نړیوال جام د جون پر ۱۴مه، د پېښور پر وخت اته بجې د مسکو په لوژنېکي لوبغالي کې د روسیې او سعودي عرب په سیالۍ پیلېږي.

په لوبغالي کې ۸۰،۰۰۰ کسان ځایېدای شي.

د اتلولۍ د پیل مراسم هم هلته کېږي چې ورته د کوربه هېواد ولسمشر ولادمیر پوتین په ګډون د نړۍ له ګڼو هېوادونو مشران او لوړپوړي چارواکي ورځي.

روسیې د لوژنیکي په ګډون نور لوبغالي هم بیارغولي دي او د فوټبال نړیوال جام سیالۍ د هېواد په ۱۱ ښارونو کې کېږي چې تر یوې میاشت پورې دوام لري.

روسي چارواکي وايي، د اتلولۍ د تیاریو په لړ کې یې شاوخوا ۱۳ اربه امریکايي ډالر لګولي دي. خو دا هم ده چې د فوټبال نړیوال جام د نړۍ له ټولو لوبو او اتلولیو څخه زیات نندارچیان لري. خلک نه یوازې روسیې ته ورغلي بلکې په ګڼو هېوادونو کې یې په کورونو کې هم ګوري.

د کراچۍ په لیاري کې د فټ بال نړیوال کپ جشن
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:35 0:00

​دا د ۱۹۸۰ز کال تر اولمپېک لوبو وروسته په روسیې کې کېدونکې تر ټولو لویې سپورټي سیالۍ دي چې پر داسې وخت کېږي چې مسکو په نړیواله توګه د یوازېتوب په حال کې دی او د یو شمېر غربې هېوادونو تر بندیزونو لاندې دی.

د دې لامل دا دی چې روسیې په ۲۰۱۴ز کال کې د اوکراین کرېمیا له ځان سره وتړله، د هغه هېواد په ختیځ کې یې د بېلتونپالو ملاتړ کړی، د شامي ولسمشر بشارالاسد په ملاتړ یې په هغه هېواد کې پوځي مداخله وکړه او په مارچ کې ورباندې په برتانیا کې یوه پخواني روسي جاسوس ته د زهرجنو کیمیاوي موادو ورکولو تور پورې شو.

ورسره پر مسکو دا تور هم پورې شوی چې په ۲۰۱۶ز کال کې یې په امریکايي ولسمشریزو انتخاباتو کې مداخله کړې.

روسیه دا تورونه ردوي.

د برتانیې شاهي کورنۍ او حکومتي چارواکو ویلي چې د فوټبال نړیوال جام په پرانیستونکې غونډه کې ګډون نه کوي.

خو روسي چارواکي وايي، تمه لري چې له ۲۰ څخه د زیاتو هېوادونو مشران به هغې غونډې ته ورشي.

البته د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې (هیومن رایټس واچ) د نړۍ په مشرانو غږ کړی چې په شام کې د روسیې د ورانوونکو اقداماتو په غبرګون دې پرانیستونکې غونډې ته نه ورځي.

روسي ولسمشر ولادمیر پوتین د جون پر ۱۳مه ټینګار وکړ چې د فوټبال نړیوال ادارې (فیفا) دې اصل ته درناوی په کار دی چې سپورټ یا لوبې باید له سیاسته جلا وي.

ده وویل، روسیې تل د دې اصل پابندي کړې.

جرمني د فوټبال تېر نړیوال جام ګټلی وو او دا ځل به د خپل لومړي مقام دفاع کوي. د فیفا له درجو سره سم، برازیل، پرتګال، ارجنټینا او فرانسه قوي لوبډلې دي خو اټالیا او هالینډ د خرابې کارکردګۍ له کبله د نړیوال جام سیالیو ته لار پیدا نه کړه.

برازیل پینځه ځلې نړیوال جام ګټلی دی او جرمني څلور ځلې. د جولای پر ۱۵مه به معلومه شي چې ۲۱م نړیوال جام څوک ګټي.

د فوټبال د نړیوال جام راتلونکې سیالۍ به څلور کاله وروسته په ۲۰۲۲ز کې په قطر او بیا په ۲۰۲۶ز کې په امریکا، میکسیکو او کاناډا کې کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG