د لاسرسي ځای

تازه خبر

م. م په غزه کې د اسرایلو تشدد وغانده


په غزه د اسرایل پوځ پرضد د فلسطیني ولس مظاهره.
په غزه د اسرایل پوځ پرضد د فلسطیني ولس مظاهره.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د غزې په تړانګه کې د اسرایلو له خوا پر فلسطیني ولس بېځایه زور کارول غندلي دي.

یادې اسمبلۍ د یوه داسې طریقه کار غوښتنه کړې ده چې له مخې یې هلته د فلسطینیانو ساتنه وشي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د چارشنبې په ورځ د عرب هېوادونو له خوا د وړاندې کړي پرېکړه لیک په اړه رایې واچولې چې ۱۲۸ یې په حق کې او اته یې په مخالفت کې راغلي دي.

د ۴۵ هېوادونو استازیو په دې رایه اچونه کې له برخې ډډه کړې ده. د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ټول ۱۹۳ غړي لري.

دا له هغه څو ورځې وروسته ده چې امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې دې ته د ورته قرارداد مخه نیولې وه.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکې هېلي دا قرارداد یو اړخیز وباله.

نوموړې ویلي، په دې کې د حماس ډلې یادونه نه ده شوې چې د دې په وینا یو ترهګره ډله ده او تل په غزه کې په تشدد پیل کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG