د لاسرسي ځای

تازه خبر

پروېز مشرف د ټولټاکنو لپاره د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړل


د پاکستان پخواني پوځي واکمن پرويز مشرف په ۲۵ جولايې د کېدونکو ټولټاکنو لپاره د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړل.

د قامي اسمبلۍ يا اين ای يو چترال نه د ال پاکستان مسلم ليګ ګوند د مشر پرويز مشرف لپاره د نامزدګۍ کاغذونه د هغه وکيل او د ده د ګوند نورو ځايي مشرانو د دوشنبې په ورځ جمع کړل.

د ۲۰۱۳ م کال ټولټاکنو لپاره هم پرويز مشرف له چترال د نامزدګۍ کاغذونه جمع کړي وو خو پيښور های کورټ نوموړی د انتخاباتو لپاره نااهله ګرځولې وو.

خو د دوشنبې په ورځ د سپريم کورټ چيف جسټس ثاقب نثار په مشرۍ درې کسيزه جرګګۍ د پېښور های کورټ فېصلې پرضد د اوريدنې پرمهال امر وکړ چې د پرويز مشرف بلاک کړل شوی شناختي کارډ او پاسټورټ دې خلاص کړل شي او له ايرپورټه تر د عدالته پورې دې د نوموړي له ګرفتارولو ډډه وکړل شي.

دا وروسته له هغو ده چې د شناختي کارډونو جوړولو قامي ادارې له مخې د کورنيو چارو وزارت په وينا د پروېز مشرف شناختي کارډ او پاسپورټ بلاک کړل شوي چې له وجې د نوموړي پاکستان ته ورتګ ممکن نه دی.

د پرويز مشرف پرضد دا وخت د ايين د ماتولو په ګډون څلور مقدمې په عدالتونو کې روانې دي چې پکې نوموړی اشتهاري هم ګرځول شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG