د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د تذکرو د نشتون له کبله به ټاکنو کې د خوستیو ښځو ونډه لږه شي'


په خوست کې د ښځو د تذکرو د نشتون ستونزه
په خوست کې د ښځو د تذکرو د نشتون ستونزه

سره له دې چې نن د سېشنبې په ورځ د افغانستان په ښارونو کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر پای ته رسیږي، خو خوستۍ ښځې او فعالانې انديښنه څرګندوي، چې په دې ولایت کې د ښځو او پیغلو ډېره برخه پېژند پاڼې نلري او دوی به ونشي کولی چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو په راتلونکو ټاکنو کې ګډون وکړي.

هغوی زیاتوي، د خوست د ښځو او نجونو هغه برخه هم پوره تذکرې نلري، چې دندې لري او یا په ښوونځیو کې زده کړې کوي.

خوستۍ فعالانې له افغان حکومت غوښتنه کوي چې د ښځو د تذکرو د نشتون ستونزه، دې جدي ونیسي او هغوی لپاره دې د تذکرو د اخیستلو اسانیتاوې ډېرې کړي.

خوستۍ فعالانې او ښځې انديښنه لري، چې په را روانو ټاکنو کې به د یاد ولایت د ښځو ونډه لدې کبله پیکه او کمرنګه وي، چې د ښځو لویه برخه پېژند پاڼې یا تذکرې نلري او له تذکرو پرته څوک نشي کولی په ټاکنو کې برخه واخلي.

دوی وايي، تر اوسه د خوست نږدې دېرش زره ښځو او پیغلو نوم لیکنه کړې، چې دا د خوست د ښځو د نفوس ډېره وړه برخه جوړوي.

دوی زیاتوي، اوس ډيرې ښځې شته، چې په راتلونکو ټاکنو کې ګډون او برخه اخیستلو لپاره لیوالتیا لري، خو تذکرې يې نشته.

مدني فعاله ګل پاڼه مشال راډیو ته وایي، ممکن تر شل سلنه زیاتې ښځې او نجونې تذکرې ونلري، هغوی په ټاکنو کې د ګډون علاقمندې دي، خو هغوی به د تذکرو د نشتون له کبله په ټاکنو کې له ګډونه محرومې شي.

د ښځو چارو یوه بله فعاله شفعیه نورزۍ وایي، چې ان یو شمېر هغه ښځې چې دندې لري او د ښوونځیو نجونې هم تذکرې نلري.

دې زیاتوي:

((ستونزې يې ډېرې زیاتې دي، دوی نشي کولی چې په عام ډول او چې څومره يې حق دی په ټاکنوکې ګډون وکړي، اساسي لامل يې د ښځو د تذکرو نشتون دی، حتی زموږ هغه خویندې هم تذکرې نلري چې په ښوونځیو کې دي، د کلیو او بانډو اوسیدونکي يې خو طبعاً نلري.))

د ۲۰۱۴ زیردیز کال د ولسمشرۍ او ولایتي شورا په ټاکنو کې د خوست څه د پاسه څلور لکه کسانو رای کارولې وې، چې دېرش سلنه يې ښځې وې، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون اړوند د خوست ولایتي دفتر وايي چې هغه مهال د تذکرو د شتون ستونزه نه وه او یوازې په ویشل شویو کارتونو خلکو د ټاکنو په ملي بهیرکې ګډون کولی شو.

په همدې حال کې د خوست والي حکم خان حبیبي وایي، که څه هم په ښارونو کې د رای ورکوونکو ثبت نام ختمیږي، خو دوی به اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړي، چې په ولسوالیو، کلیو او بانډو کې د ښځو د نوم لیکنې برخې ته خپله توجه ډېره کړي.

ښاغلي حبیبي وویل:

((هغه ستونزې چې د تذکرو د توزیع په برخه کې په سایټونو کې موجودې دي، یا په ټیمونو کې د خویندو د نشتون، یا کلتوري محدودیتونه او یا هم هغه نورې ستونزې چې ښځو پرې بحث وکړ، د هغې په درناوي به ذیربطو ادارو ته هدایت ورکړل شي چې دغه ستونزو ته ژر رسیده ګي وکړي، ځکه د انتخاباتو په ملي پروسه کې د ښځو ونډه اړینه ده.))

د خوست ټاکنو کمېسیون ولایتي مشر عبدالرحمن محبت هم وایي، چې رای ورکوونکو په روان بهیر کې (۲۸۴۱۲) ښځو نوم لیکنه کړې، چې د ده په وینا دا د تیرو ولسمشریزو ټاکنو په پرتله بیخي کم ارقام دي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې استازې ساهره شریف ټاکنې د ښځو د قشر لپاره هم ټاکوونکې او ارزښتمنې بولي او غوښتنه کوي، چې په دې بهیر کې دې د ښځو د ونډې د پراخیدو لپاره هر اړخیز کار او عامه پوهاوی وشي.

دې وايي، کورنۍ په دې برخه کې د رسنیو له لارې هم په مسایلو ځان پوهولی شي.

له دې سره د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د تېرې شنبې په ورځ په ولسوالیو او کلیو کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر پیل کړ، چې اټکل کیږي د رای ورکوونکو شمېر چې اوس خواوشا ۶ میلیونو کسانو ته رسیږي، زیات کړي.

یاد کمیسون د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو لپاره د روان لمریز کال د تلې ۲۸ مه نېټه ټاکلې ده.

XS
SM
MD
LG