د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هلمند د "سولې کاروان" غزني ته رسېدلی دی


په افغانستان کې د دې تحریک وياند ، بسم الله وطندوست مشال راډیو ته وویل چې د غړو شمېر یې ۶۰ ته رسېدلی او په راتلوونکو څو ورځو کې به د کابل پر لور روان شي.

بسم الله وطندوست زیاته کړه: "تمه ده چې شاوخوا څلور شپې به موږ دلې دلته پاته شو، وروسته له هغې به موږ بیا د میدان وردګ پر لور حرکت وکړو."

د مارچ په ۲۲مه په لشکرګاه کې تر ځانمرګي برید وروسته چې ګڼ شمېر ولسي وګړي په کې ووژل او زخمیان شوو، په هلمند کې د جګړې پرضد مدني حرکتونه پېل شوو.

د هلمند د "سولې کاروان" چې په لومړی کې یې اته تنه غړي درلودل، بیا د کابل پر لور روان شو.

هغوي غواړي چې په جګړه کې ښکېلو خواوو ته څرګنده کړي چې له جنګه څومره ستړي شوي او سوله غواړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG