پراګ - د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ غړی محسن داوړ وايي، چارواکو له میرلي ایستلی او ورباندې یې بندیز لګولی دی چې تر درو میاشتو پورې شمالي وزیرستان ته نشي داخلېدای.
ده د جون پر اوومه له بنو څخه په ټېلېفون مشال راډیو ته وویل چې د چارشنبې یا شورو پر ورځ یې په میرلي کې د هدفي وژنو ضد لاریون کړی وو چې ورباندې امنیتي ځواکونو چاپه ووهله او د مظاهرې پر ګډونوالو یې تشدد وکړ.
بشپړ رپورټ: د میرلي ناسته، لاریون او پر پرلتوالو تشدد
محسن داوړ د خپلو ژوبلو ملګرو کره شمېر نه لري البته وايي، د جون پر اوومه چې د پولېټیکل انتظامیې دفتر ته ورغی چې د نیولو ملګرو پوښتنه وکړي نو هغوی ګرفتاره کړ او بیا امنیتي سرتېرو او انتظامي چارواکو بنو ته یووړ.
خو دی وايي، د انتظامیې حکم به په عدالت کې چیلېنجوي.
د انتظامیې له خوا داوړ ته د یاد حکم په اړه لا څه نه دي ویل شوي.
له نوموړي سره مرکه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.