د لاسرسي ځای

تازه خبر

حبیبي: چاپیریال ساتنه د ټولو هېوادوالو ګډ مسوولیت دی


خوست والي حکم خان حبیبي.
خوست والي حکم خان حبیبي.

د خوست ولایت چارواکو له دیني عالمانو، قومي مشرانو، مدني ټولنو او رسنیو غوښتنه وکړه، چې د ځنګلونو د وهلو او چاپیریال ته د کثافانو، پلاستیکي بوتلونو او کڅوړو د غورځولو د زیانونو او نورو چاپیریالي ستونزو په باب خلکو ته پوهاوی ورکړي او د چاپیریال د ککړتیا مخه دې ونیسي.

چارواکو یادې څرګندونې نن د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د چاپیریال ساتنې د نړیوالې ورځې په لمانځ غونډه کې وکړې.

خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي په خپلو خبرو کې چاپیریال ساتنه د ټولو هېوادوالو ګډ مسوولیت یاد کړ او زیاته يې کړه، چې په اوس وخت کې د سیلابونو راتګ او له امله يې پېښيدونکي زیانونه د ځنګلونو د وهلو نتیجه ده.

ده وویل، په ټول کال کې یوازې د یوې ورځې په لمانځنه زموږ چاپیریال نه ساتل کیږي، بلکې دا د ټولو خلکو پرلپسې پاملرنې او پدې برخه کې عملي کار ته اړتیا لري.

خوست والي زیاته کړه:

"تاسو ډېر بارسوخه مشران یاست د خپلو قومي تړونونو له لارې د ځنګولو د وهلو مخه ونیسئ، ننني سیلابونه د همدې ځنګلونو د وهلو نتیجه ده، د ځوانانو مې غوښتنه داده چې د خپل وجود، فکر او ذهن د قوت یوه برخه پدې لاره کې مصرف کړئ، څوک مه پریږدئ چې ونه او ځنګل قطع کړي او یا پلاستیک، بوتل او نور شیان چاپیریال ته وغورځوي، له رسنیو مې هیله داده چې پدې برخه کې ځانګړې خپرونې جوړې کړئ، یوازې په یوه ورځ باندې دا نه کیږي، که تاسو په کال کې پدې یوه ورځ چاپیریال ساتئ ،دا چاپیریال نه ساتل کیږي."

​خوست والي امنیتي ادارو ته هم لارښوونه وکړه، چې د قانون په رڼا کې هغه خلک چې چاپیریال ته هر ډول زیان پيښوي ونیسي، تر څو هغوی پوۍ شي چې چاپیریال ته زیان رسول د قانون څخه سرغړونه ده.

سږ کال د چاپیریال ساتنې شعار د پلاستیکي کڅوړې سوځونه او د هغې نه کارونه وه، دا چې د چاپیریال لپاره د پلاستیکي کڅوړو زیانونه څه دي، د چاپیریال ساتنې یو تن کار پوه میرحمداد شیرزی يې په اړه وايي:

"پلاستیک یوه خطرناکه ماده ده، چې که پاتې شي، په چاپیریال کې له پنځوسو تر سلو کلونو پورې عمر کولی شي، چې په فضاء کې د کلدریک په نامه یو ډول ګاز تولیدوي، چې په هوا کې سلفر اکسایدو سره یو ځای کیږي او د تیزابي باران لامل کیږي، پلاستیکي کڅوړې د ماشومانو پر عصبي سیسټم ناوړه اغېز کوي، د سرطاني ناروغیو لامل کیږي او ځمکې هم بې حاصله پریږدي."

بل لوري ته د خوست د چاپیریال ساتنې سرپرست رييس حکمت الله دلیل د خښتو په بټیو کې د ګاډو د ټېرونو او نورو پلاستیکي توکو سوځول، د شنو ځنګولو وهل، په ورځیني ژوند کې د پلاستیکي کڅوړو کارونه او چاپیریال ته غورځول، د ګاډو له ځينو بې کیفیته تیلو څخه تولیدونکي مضر لوګي او ګازونه د هغه څه په توګه یاد کړل، چې په ټوله کې يې د یاد ولایت چاپيریال ته ګواښ متوجه کړی دی.

د غونډې ویناوالو ځايي مسوولینو څخه د خوست او لويې پکتیا د وهل شویو ځنګلونو بیا احیاء او د رسنیو او مدني ټولنو څخه د چاپیریالي کلتور د دودولو او خلکو ته د پلاستیکي کڅوړو د استعمال د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي غوښتنې وړاندې کړې.

یاده دې وي، د جون پنځمه په لومړي ځل په ۱۹۷۰ زیږدیز کال کې په سویډن کې د چاپیریال د نړیوالې ورځې په نوم ولمانځل شوه، چې له هغې وروسته هر کال د نړۍ په بیلابیلو هېوادونو کې لمانځل کیږي.

XS
SM
MD
LG