د لاسرسي ځای

تازه خبر

پومپېو: پاکستان دې د ښه او بد طالبانو ضد اقدامات وکړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپېو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپېو

پراګ - د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپېو ویلي، په سویلي اسیا کې باید د ټولو وسله والو ډلو پرضد بې له څه تفریقه ګامونه پورته شي.

دا خبره، نوموړي د جون پر شپږمه د پاکستان له پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره په ټېلېفوني خبرو کې کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې هیدر نوارټ د چارشنبې پر ورځ په ټوېټر پیغام کې ویلي، مایک پومپیو او جنرال باجوه د پاکستان او امریکا پر اړیکو، په افغانستان کې د سیاسي جوړ جاړي او په سویلي اسیا کې د ټولو وسله والو ډلو پرضد بې له تفریقه د ګامونو اخیستو پر موضوعاتو خبرې وکړې.

امریکا پر پاکستان تور پورې کوي چې د حقاني وسله والې ډلې په ګډون يې سختدریځه ډلو ته خوندي ځایونه ورکړي دي.

خو پاکستان په بیا بیا دا تورونه رد کړي دي او د جون پر څلورمه د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرال اصف غفور په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې هېواد یې د حقاني شبکې په ګډون د نورو وسله والو ډلو پر ضد عملیات کړي او د ترهګرۍ په ماتولو کې یې بریا تر لاسه کړې.

د ۲۰۱۸ز کال جنورۍ له پیل راهیسې د واشنګټن او اسلام اباد تعلقات ساړه دي او امریکا هغه هېواد ته د شاوخوا دوه اربه ډالرو مرستې درولې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG