د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان راتلونکې ټاکنې او پر ټولنيزو مطبوعاتو جعلي خبرونه


د ټولنيزو مطبوعاتو ځينو ويب سايټونو لوګو
د ټولنيزو مطبوعاتو ځينو ويب سايټونو لوګو

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن وايي پر حکومت يې پابندي لګولې چې تر دې وروسته به نوي خلک نه مقرروي او نه به هم د کوم چاراکي بل ځای ته تبديلي يا ټرانسفر کوي.

د دې کمېشن يو مشر چارواکي خورشيد عالم د جون په څلورمه مشال راډيو ته وويل چې دا کار يې د قانون له مخې له دې کبله کړی چې په سياستوال په راتلونکو ټاکنو کې په غېر قانوني لار د خلکو رايې وانخلي.

هغه زياته کړه: ((ځيني وخت داسې وشي چې يو کس يوې ضلعې ته ټرانسفر شي. هغه بيا هلته د دې احسان لاندې د ځانګړو امېدوارانو يا کانديدانو لپاره کار کوي. ځيني وخت داسې هم وشي چې چارواکي نوي کسان مقرر کړي او په دې توګه یې ملاتړ تر لاسه کړي. د ټاکنو د قانون له مخې دا سم کار نه دی. هيڅوک بايد په غلطو لارو ځانته رايې پېدا نه کړي.))

د سياسي اشتهارونو سرچينه به معلوموي او هغه څوک يې چې نه غواړي هغوی ته به پر فېسبوک نه ښکاري.

په پاکستان کې د جولايي په پنځه ويشتمه پارليماني ټاکنې کېږي. يوه بله مسله د سوشل ميډيا يا ټولنيزو مطبوعاتو د جعلي خبرونو خپرېدل دي چې د يو امېدوار يا کانديد پر کمپاين اغېز کولی شي.

د ټولنيز ويب سايټ، فېسبوک ډاټ کام مشر، مارک زکربرګ د اپرېل په لسمه د امريکايي کانګرس په اوريدنه کې وويل چې د ځينو نورو ملکونو په شان په پاکستان کې دا کال کېدونکو ټاکنو لپاره به د جعلي اکاونټونو او ناخوښو اعلانونو مخنيوي لپاره په زرګونو څارونکي کسان ګماري.

جيو نيوز ټيلي ويژن د يو خبر ترمخه، لاهور هايي کورټ د ټاکنو کمېشن او پاکستان ټيلي کميونيکېشن ته حکم کړی چې د دغه کار مخنيوي کې د فېسبوک سره مرسته وکړي. د انتخاباتو کمېشن، خورشيد عالم مشال راډيو ته وويل دا يو ډېر ټيکنيکل يا تخنيکي کار دی او کوښښ به کوي چې د شفافو ټاکنو لړ کې ټولې اندېښنې ختمې کړي.

د انټرنيټ په اړه شمېرې ساتونکي ويب سايټ، Internet World Stats.com د ۲۰۱۷ کال رپورټ ترمخه په پاکستان کې، ۲۷ ميليونه خلکو فېسبوک کاروي. د دې دومره کاروونکو مواد به څنګه چاڼېږي او اصلي او جعلي به يې څنګه معلومېږي؟ فېسبوک اعلان کړی چې د دې کار لپاره دوی د آرټيفيشل انټيليجنس يا ای آيي (AI) په نامه تخنيکي لارې کاروي.

XS
SM
MD
LG