د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لوګر کې د پرمختیايي پروژو کارونه پیل شول


لوګر کې یو اوږد لښتی
لوګر کې یو اوږد لښتی

نن د دوشنبې په ورځ د لوګر په مرکز کې د اوبو لښتيو، د څښاک اوبو نل-لیکې او څاه ګانې او کلیوالو سیمو ته د سړکونو غځولو د ۴۷ بېلابېلو پروژو چارې پیل شوې.

یادې پروژې چې په لومړي ځل د ولسي تړون د پروګرام په چوکاټ کې د نړیوال بانک او المان هیواد په مالي مرسته د ۶۰ میلیونه افغاینو په لګښت جوړیږي، کارونه به يې د ۶ میاشتو په موده کې سرته ورسیږي.

چارواکي وايي، چې پدې برنامه کې به زرو کسانو ته د کار او مزدوری زمینه هم برابره شي.

د لوګر د کلیو پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې دوی د ولسي تړون د برنامې په چوکاټ کې دا پروژې د خلکو د غوښتنو او اړتیاوو پر بنسټ انتخاب کړي، چې پدې کې به خلکو ته د کرنیزو ځمکو لپاره د اوبو د کانالونو، د څښاک اوبو د شبکو او د درېیمه درجه سړکونو په برخو کې ۴۷ بیلابیلې پروژې عملي شي.

د لوګر د کلیو پراختیا ريیس عاشق الله اخلاصیار مشال راډیو ته وویل، چې د دا ډول پروژو په پلي کیدو سره د ولس او دولت تر منځ اړیکې نږدې کیږي او د خلکو پر ژوند مستقیم اغېز پرېباسي.

ښاغلي اخلاصیار زیاته کړه:

''په دغه پروژو کې د اوبو کانالونه، د صحي اوبو د رسولو شبکې چې د څاه ګانو کېندل، اوبو شبکې او د دریمه درجه د سړکونو جوړول چې په هغه کې جغل اندازي او د سړک په اوږدو کې د پلچکونو جوړول هم شامل دي، پدې سره ځایي اداره وتوانیده چې د ولس او دولت تر منځ زیاته شوې فاصله راکمه کړي.''

د لوګر اوسېدونکي که څه هم یادې پروژې ګټورې بولي خو غوښتنه کوي چې دوی ته دې په ورته توګه نورې پروژې هم پلي شي.

د محمد بشیر اماني په نوم یو تن سیمه وال وايي، چې په یاد ولایت کې د منظمو کانالونو، کاریزونو او ویالو د نشتون له کبله د اوبو ډېره برخه ضایع کیږي او کچیرې دې برخې ته د دولت پاملرنه ډېره شي، نو کرنیز پیداوار به ورسره پراختیا ومومي.

په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې په ځانګړي ډول ځوان کهول ته کارموندنه هم په ملي ستونزو کې حسابیږي.

د لوګر کې د ولسي تړون پروګرام مشر ظفر خان وايي، چې د دې پروژو د یوې برخې مهمه موخه د خلکو لپاره کارموندنه ده، چې د پروژو ۶۰ سلنه پیسې مزدورانو ته ورکول کیږي او ۴۰ فیصده په پروژو لګول کیږي.

بل لوري ته د لوګر والي انور خان اسحاق زی وايي، چې ځايي اداره د دا ډول پروژو د پلانولو له لارې ځوانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په لټه کې ده.

ده وویل، ولسي تړون چې د هېواد په کچه یوه ستره او ملي برنامه ده، ډېر ژر به يې په لوګر کې نورې پروژې هم پیل شي.

د لوګر والي وویل، چې د ولسي تړون په چوکاټ کې د دې پروژو له لارې به زرو کسانو ته د کار او مزدوری موقع هم برابره شي.

د لوګر والي په هېواد او یاد ولایت کې یو شمېر موجودې امنیتي او ټولنیزې ستونزې د بې کارۍ زیږنده وبللې او تمه يې څرګنده کړه، چې خلکو لپاره د ټولګټو پروژو په پلي کولو سره به زرګونو وزګارو کسانو ته د کار او مزدوری زمینې برابرې شي.

XS
SM
MD
LG