د لاسرسي ځای

تازه خبر

فضل الرحمان د سیند صوبې لنډمهاله وزیراعلی شو


د سیند صوبايي اسمبلۍ
د سیند صوبايي اسمبلۍ

پخواني بېروکرېټ فضل الرحماند شنبې په ورځ د سیند صوبې د لنډمهاله وزیراعلی په توګه سوګند پورته کړ.

د صوبې ګورنر محمد زبېر د یو ځانګړې غونډې په ترڅ کې له فضل الرحمانڅخه سوګند واخیست.

په خیبر پښتونخوا ، بلوچستان او پنجاب کې لا هم د لنډمهاله وزیراعلی د دندې لپاره د کوم کس پر نامه د سیاسي ګوندونو ترمنځ سلا نده راغلې.

د خيبر پښتونخوا اپوزيشن ګوندونو د نګران وزير اعلی د انتخاب لپاره پارليماني کمیتۍ مسترد کړې ده

په ماته شوې اسمبلۍ کې د عوامي نيشنل ګوند پارليماني مشر سر دار حیسن بابک تيره ورځ تر خبري غونده وروسته مشال راديو ته وویل دا کمېټۍ به د ټولو ګوندونو په سلا مشوره او شراکت جوړېږي.

د پخواني وزير اعلي پرويز خټک او اپوزيشن مشر مولانه لطف الرحمان ترمنځ تر څو ملاقاتونو وروسته هم د نګران وزير اعلي لپاره پر کوم نوم سلا نده شوې.

د پاکستان د انتخاباتو د قانون له مخې به اوس دا انتخاب پارليماني کمیټۍ او يا اليکشن کميشن کوي.

د پاکستان پخواني چیف جسټس ناصرالملک د جون پر لومړۍ نېټه د نګران وزیراععظم په توګه د خپلې دندې لوړه وکړهّږ

په هغه غونډه کې د پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي تر څنګ یو شمېر لوړپوړي پخواني حکومتي او پوځي چارواکي شریک وو.

وزیراعظم ناصرالملک تر سوګند اخیستلو وروسته له ولسمشر ممنون حسين سره لیده کاته کړي او د راتلونکو عامو انتخاباتو په ګډون یې ورسره پر یو شمېر موضوعاتو خبرې کړې دي.

ناصرالملک د وزیراعظم په حېث په لومړي ځل له خبریالانو سره په خبرو کې ژمنه کړې چې په ملک کې به عام انتخابات پر خپل ټاکلي وخت ترسره کېږي.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن اعلان کړی دی چې د قومي او صوبايي اسمبلیو لپاره به انتخابات د روان کال د جولايي پر ۲۵مه تر سره کېږي.

XS
SM
MD
LG