د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د خواجه اصف نااهلولو پرېکړه واړوله


د خارجه چارو پخوانی وزیر خواجه محمد اصف

د پاکستان سپریم کورټ د خارجه چارو پخواني وزیر خواجه محمد اصف د اسلام آباد های کورټ لخوا د نااهلۍ فیصله ناقانونه وګرځوله، او له دې سره د نوموړي ټول عمري نااهلي ختمه شوه.

بل پلو د پاکستان تحریک انصاف غړي عثمان ډار ویلي اوس به دی له خواجه اصف سره په ولسي عدالت کې مقابله کوي.

اسلام آباد کې د جمعې په ورځ د سپریم کورټ د جسټس عمر عطا بندیال په مشرۍ درې کسیزه بېنچ د خواجه محمد آصف لخوا د نظر ثانۍ په درخواست اورېدنه وکړه.

په دې موقه جسټس عمر بندیال په خپله لنډه فېصله کې د اسلام آباد های کورټ لخوا د نوموړي پر ضد د نااهلۍ فېصله ناقانونه وګرځوله او وویل چې له خواجه اصفه د شتمنیو څرګندولو وخت کې ځینې تیروتنې شوې، چې له کبله یې عدالت د ټول عمر لپاره نه شي نااهله کولی.

له دې فیصلې وروستو پخوانې د خارجه چارو وزیر او د پاکستان مسلم لیګ ن غړی خواجه محمد اصف په راتلونکیو ټولناکنو کې برخه اخیستلی شي.

د سپریم کورټ له فیصلې پس نوموړي خپل ټویټر پیغام کې ویلي چې الله په ده باندې رحم وکړ او په ده باندې د الله ډېر احسانات او مهربانۍ دي او دې د عدالت هم منندویه دی.

بل پلو د خواجه اصف پر ضد اسلام اباد های کورټ کې درخواست جمع کونکي د پاکستان تحریک انصاف غړي عثمان ډار د سپریم کورټ د ودانۍ بهر له رسنیو سره خبرو کې وویل چې دې به د خواجه اصف سره د اولس په عدالت کې مقابله کوي.

نوموړي وویل، (ماته د دې خبرې خوشالي ده چې زما مقابله به اوس د خواجه آصف سره د سیالکوټ د ولس په عدالت کې کېږي او هغه د دې لپاره چې کله د اسلام آباد های کورټ نوموړې د ټول عمر لپاره نااهل کړو نو خواجه آصف وویل چې عثمان ډار د سیالکوټ د ولس په عدالت کې ماته ماتې نه شي راکولې نو ځکه مې د عدالت په زریعه د انتخاباتو نه بهر کوي نو خواجه صیب زه تاته مبارکي درکوم نن ستا نااهلي بحاله شوه او په سیالکوټ کې به یو ډېر غټ الیکشن کېږي ستا او زما ترمینځه.)

یاده دې وي چې د روان کال د اپریل په شبږویشتمه د اسلام اباد های کورټ د جج اطهرمن الله په مشرۍ کې عدالت خواجه محمد اصف په بهر ملک کې د نوکرۍ کولو او هغه بیا په خپلو شتمنیو کې د نه څرګندولو په تور د ټول عمر لپاره نااهل ګرځولې وو د کومې پر ضد چې خواجه اصف په دویمه مي په سپریم کورټ کې اپیل وکړ.

XS
SM
MD
LG