د لاسرسي ځای

تازه خبر

خواجه اصف د تل لپاره نااهله کړل شو


په اسلام اباد کې د زیارت په ماسپښین د اسلام اباد های کورټ د جسټس اطهرمن الله په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ د بهرنیو چارو وفاقي وزیر خواجه محمد اصف په یوه مقدمه کې د ايین تر ارټیکل ۶۲ یو ایف لاندې د ټول عمر لپاره نا اهل وګرځاوه.

د دغه شق له مخې که یو کس خپله شتمني و نه ښيي نو صادق او امین نه شي پاته کېدلی.

د خواجه اصف پرضد د پاکستان تحریک انصاف یوه غړي عثمان ډار د دوه زره اوولسم کال په اګست کې درخواست جمع کړی وو چې پکې پر نوموړي د اقامه او په بهرنیو هېوادونو کې د بنک اکاونټونو لرلو تور لګول شوی وو.

عدالت په خپله پرېکړه کې وویل چې خواجه محمد اصف د قامي اسمبلۍ پر چوکۍ د پاته کېدو جوګه هم پاته نه شو او الیکشن کمېشن ته يې وویل چې نوموړي ته د لېرې کېدو یادګېرنه (نوټس) واستوي.

له فيصلې پس د پاکستان تحریک انصاف لارښود فواد چوهدري له رسنیو سره خبرو کې د خواجه اصف پر نااهلي خوښې وښودله چې د پاکستان مسلم لیګ ن یو بل غړی د درغلیو پر اساس له خپلې چوکۍ څخه لیرې کړل شو.

مشال راډیو چې په پېښور کې د های کورټ بار کونسل جنرل سېکرېټرياو د سیاسي چارو تجزیه کار یوسف علي څخه وپوښتل نو هغه وویل چې په اقامه باندې خو نیول نه کېږي خو دوی دا هر څه خپلو اثاثو کې نه دي څرګند کړي نو ځکه عدالت دې نااهل وګرځاوه.

د نوموړي په خبره د پخواني وزیر اعظم نوازشریف تر نااهلۍ وروستو د خواجه محمد اصف نااهلي دا ښيي چې د دې ګوند پرضد تر یوه خاص سوچ لاندې کاروايي روانه ده ګنې د پارلیمان هر دوهم غړی په درغلۍ ککړ دی.

نوموړی زیاتوي چې د نااهلۍ پرځای پکار وه چې دوی ته یو یادګېرنه شوې وی چې بیا داسې کار و نه کړې ګنې د ټول عمر لپاره به نااهل وګرځول شې نو داسې به دغه خلکو خپلې اقامې لیرې کړې وې نو پکار دا وه چې خواجه اصف يې تر پنځه کالو لپاره نااهل ګرځولی وی.

بل پلو د مقدمې پر وخت د خواجه محمد اصف وکیل دا ټول تورونه بې بنیاده وګرځول او په خپلو دلیلونو کې يې وویل چې د ده موکل خپلې ټولې اثاثې ښکاره کړې وې.

د دې ترڅنګ د خارجه چارو وفاقي وزیرخواجه محمد اصف په یو بیان کې ویلي چې دې به د خپلې پارټۍ له مشرانو او وکیلانو سره تر سلا وروستو دا پرېکړهپه سپریم کورټ کې ننګوي.

XS
SM
MD
LG