د لاسرسي ځای

تازه خبر

بټ خېله: د یوې کورنۍ درې ړانده کسان لوړې زده کړې کوي


د ملاکنډ نقشه

د خیبر پښتونخوا په بټخېله کې د یو کورنۍ درې غړي پر دې سربېره تعلیم حاصلوي چې په سترګو نه ويني. دوي وايي تر ټولو مشکل وخت یې هغه وي چې امتحان ورکوي.

د خیبر پښتونخوا د بټخېلې د دې کورنۍ په درو ړندو غړو کې دوه په پېښور پوهنتون او بل د اسلام اباد په نمل پوهنتون کې د شپاړسم جماعت زده کړې ترلاسه کوي.

په دې درو کسانو کې یو اماد یوسفزی نومېږي چې په پېښور پوهنتون کې د ژورنالیزم په برخه کې زده کړې کوي.

نوموړی د دې تر څنګ د پاکستان له سرکاري راډیو او انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډیلي ټایمز سره هم کار کوي.

اماد یوسفزي مشال راډیو ته وویل ، دوي دوه وروڼه او یو یې تره دی چې پیدایشي له نظر محرومه دي.

اماد وویل ، له نظره محرومي یې د تعلیم د تر لاسه کولو په وړاندې خڼد دی جوړی شوی.

ده د خپلو زده کړو د سفر په اړه وویل، “تر ابتدایي زده کړو وروسته بیا زه د بټ خېلې هایي سکول ته راغلم او دلته به ما تعلیم د اسلام اباد د یوې ادارې (پي پي اډیو ورلډ) د کتابونو په مرسته کولو او په هم دغه د اوریدولو په طریقه ما د څوارلسم تعلیم د تاڼې ګورنمنټ کالج نه هم وکړو او بیا د اعلی تعلیم لپاره ما کمپیوټر زده کړې هم ترلاسه کړې.”

اماد یوسفزی له پوهنتونه ګیله کوي او وايي چې دوي د ړندو کسانو لپاره د کمپیټور د کتابونو سهولت نه دې اېښې.

ده زیاته کړه چې، “ زموږ د امتحان په ورځو کې ډېر زیات مشکلات وي ځکه چې زده کونکي خپلو زده کړو کې لګیا وي خو موږ له یو لیکوال هم کتل وي او یوه ډېره ګرانه لمحه وي. کالج پورې به دا وه چې هغه به زموږ خپله علاقه وه خو چې پوهنتون ته زه راغلم نو هغه یو مشکل وخت و.”

نوموړی هوډ لري چې پرمخ به ځي چې د نابینه او غریب ولس لپاره کار وکړي.

هغه وویل، “غواړم چې په بهرنیو چارو ډلې کې منتخب شم او د پاکستان خدمت وکړم او دغه نه وي چې د ټي وي د اېنکر په حېث کار وکړم او هغه مسلې مخ په وړاندې راولم چې کومې موږ ته دي او خلک یې د هوارولو نه ډډه کوي. زما غټ خواهش دا دې چې یو د خېر ښېګسړې اداره جوړه کړم چې اول د خپلو خلکو او بیا د غریبو خلکو مدد وکړم.”

اماد یوسفزي وویل ، دی پر ټولو معذورو کسانو غږ کوي چې حوصله ونه بایلي بلکې زده کړې وکړي او پر خپل ځان دې باور ولري.

XS
SM
MD
LG