د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې یو سیک فعال وژل شوی


د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د سېشنبې پر ورځ د ناڅرګندو کسانو په ډزو کې د سیک ټولنې یو وتلی ټولنیز مشر او سوداګر وژلی دی. ۵۲ کلن چرنجیت سینګ په خپل دوکان کې دننه چې د پېښور ښار په سکیم چوک کې دی ووژل شو.

د ځايي تاڼې یوه پولیس چارواکي رسنیو ته ویلي چې بریدګر تر برید وروسته په تېښته بریالي شوي. دی وايي دا لا نه ده جوته چې هغه په هدفي برید کې وژل شوی او که یې ځاني دښمني وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG