د لاسرسي ځای

تازه خبر

آصف غفور: د ای اېس ای پخوانی مشر درانی تر پلټنو لاندې دی


د پاکستاني پوځ وياند مېجر جنرل آصف غفور

د پاکستان پوځ وايي د استخباراتو ادارې ای اېس ای پخواني مشر ريټايرډ لفټننټ جنرل اسد دراني نوم په اي سي اېل کې د اچولو لپاره يې له اړوندو ادارو سره رابطه کړې ده.

ایکزیټ کنټرول ليسټ (اي سي ايل) کې د نوم اچول کېدو سره يو تن بهر سفر نه شي کولی. د پوځ وياند مېجر جنرل آصف غفور د مې په ۲۸مه په ټويټر پاڼه ليکلي چې دا کار يې د دراني له خوا د پوځ د ضابطه اخلاقو سرغړونې له کبله کړی دی. په هم دغه ورځ د پوځ په خبرپاڼه کې راغلې چې درانی يې د ځان سپيناوي لپاره ورغوښتی وو او اوس به ترې عدالتي پلتنې کېږي.

اسد دراني د هند استخباراتي ادارې «را» پخواني مشر، ای اېس دولت سره يو ځای يو کتاب ليکلی دی. په دې کتاب کې شویو خبرو، په پاکستان کې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

په دې کتاب کې د کشمير او افغانستان په اړه هم ځيني داسې خبرې شته چې د پاکستاني رياست د پالیسيوو سره په تضاد کې ګڼل کېږي.

​د پوځ یو پخوانی بريګيډير محمود شاه وايي که کوم پوځي افسر له پوځه ووځي، بيا هم بايد د پوځ ضابطه اخلاق په نظر کې وساتي. نوموړي مشال راډيو ته وويل: ''د پاکستاني پوځ د قانون د سیکشن ۵۵ له مخه د حاضر سروس او د ريټايرډ پوځيانو لپاره په پوځ دننه او بهر د قول او فعل کارولو لپاره دا ضابطه اخلاق جوړ شوي دي چې پر هر پوځي یې پابندي لازمي ده. که څوک داسې کتاب ليکل غواړي نو د هغې لپاره به د پوځ له مرکزي دفتره اجازت اخلي او د کتاب مسوده بايد د پوځ له خوا تر تاييد وروسته چاپ شي.''

ريټايرډ لفټننټ جنرل اسد دراني له ۱۹۹۰ څخه تر ۱۹۹۲ کال پورې د پاکستاني پوځ د استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر پاته شوی دی. د هغه په تازه چاپ شوي کتاب کې راغلي دي، ممکنه ده پاکستاني چارواکي په اېبټ اباد کې د القاعده وسله والې ډلې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن له ځای ځايګي خبر وو او د يوه جوړ جاړي له مخې امريکايانو ته ورکړل شوی دی. اسامه په ۲۰۱۱ کال په ايبټ اباد کې د امريکايي ځواکونو په پټو عملياتو کې ووژل شو.

د پوځ پخوانی جنرال، طلعت مسعود وايي په پوځ کې ځينې دندې ډېرې حساسې دي نو ځکه بايد که کوم کتاب ليکي نو ډېر احتياط ته ضرورت وي. نوموړي مشال راډيو ته وويل: ''د پوځ په ضابطه اخلاق کې ځينې هغه دي چې ترې ملک ته د سخت نقصان رسېدو امکانات وي. لکه ډېرې داسې عهدې دي چې په هغو کوم کس دنده وکړي نو له ډېرو رازونو خبر شي. هغه بايد په ډاګه د هغو رازونو په اړه خبرې و نه کړي چې ملک ته ترې نقصان کېدلی شي.''

XS
SM
MD
LG