د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان حکومت د فاټا په خیبر پښتونخوا ګډېده رد کړل


پر ډیورنډ کرښه د پاکستانۍ غاړې یو عکس
پر ډیورنډ کرښه د پاکستانۍ غاړې یو عکس

د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو د ورګډولو د قانوني مسودې منظوري رد کړې او دا یې یو اړخیزه اقدام بللی دی.

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو مرستیال وزیر محمد یعقوب احمدزي بېګا مشال راډیو ته وویل، اسلام اباد باید له پروټوکول سره سم، له کابل سره مشوره کړې وای

دا د قبایلي سیمو د اییني حیثیت په اړه د افغانستان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو لومړی دریځ دی.

تر دې مخکې افغان حکومت پر دې موضوع له څه ویلو ډډه کړې وه. اسلام اباد هم د افغان وزارت د دې څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG