د شورو پر ورځ د قامي وطن ګوند مشر وايي، د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ غونډه کې ډېری سياسي ګوندونو ژمنه وکړه چې د زیارت پر ورځ به خپل ټول غړي د اسمبلۍ په غونډه کې حاضروي چې په درېو کې دوه اکثريت ترلاسه او له قامي اسمبلۍ د فاټا اصلاحاتو بل منظور کړي.
له مشال راډیو سره په خبرو کې افتاب احمد خان شيرپاو هېله وښودله غالب امکان دی چې بل منظور شي.
نوموړي وویل، د شورو/پنجشنبې پر ورځ د وزيراعظم په مشرۍ غونډه کې په قبايلي سيمو کې د نافذ ايف سي ار قانون په ختمولو، قبايلي سيمې په خیبر پښتونخوا د ورګډولو او په يوه کال کې دننه په قبايلي سيمو کې د صوبايي انتخاباتو په کولو موافقه وشوه.
د قامي وطن ګوند مشر افتاب شيرپاو وايي چې کله د فاټا اصلاحاتو اييني بل له قامي اسمبلۍ منظور شي نو بيا به له سېنټ نه منظوريږي او وروسته به پرې ولسمشر لاسليک کوي چې له پس به عملي کېږي.
نوموړی وايي چې د خېبر پښتونخوا اسمبلي به هم د قبايلي سيمو په خېبر پښتونخوا کې د شاملولو په اړه قرارداد منظوروي او بيا به يې ولسمشر لاسليکوي.
افتاب شيرپاو وايي که يو خوا دا هرڅه ډېر وخت غواړي نو بلخوا د صوبایې او وفاقي حکومتونو موده د مې په ۳۱ مه ختمېږي نو د ده په خبره ډېره ګرانه ده چې په موجوده حکومت کې د فاټا اصلاحاتو پلي یا عملي کېدل پیل شي.
لواړګي کې د فاټا ممکنه انضمام پرضد احتجاج
همداراز څرګندونې د شورو پر ورځ د فاټا وکيلانو اتحاديې مشر اعجاز مومند هم مشال راډيو ته وکړې خو نوموړی وايي دا به هم يو غټ ګام وي چې په موجوده حکومت کې له قامي اسمبلۍ دغه اصلاحاتي بل منظور شي.
د قبایلي اصلاحاتو موضوع لانجمنه ده. جمیعت علمای اسلام (ف)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، متحده قامي مومنټ پاکستان او یو شمېر قبایلي مشران په خیبر پښتونخوا د قبایلي سیمو د ورګډولو پلان مخالفت کوي. دوی وايي چې تر هر ډول قانوني او اییني بدلون مخکې باید د هغو سیمو له ټول ولسه رایه واخیستل شي.
خو پاتې سیاسي ګوندونه، ځینې قبایلي مشران او ځینې ټولنې د اصلاحاتو هغه پلان عملي کول غواړي چې یوې حکومتي کمېټۍ د ۲۰۱۶ز کال په اګست کې د یوه رپورټ په بڼه حکومت ته وړاندې کړی وو.
کمېټۍ د قبایلي سیمو تر سفرونو او له مشرانو سره تر خبرو وروسته حکومت ته سپارښتنه کړې وه چې قبایلي سیمې دې په پړاوونو کې د پاکستان په قامي بهیر کې ورګډې کړل شي.
د ۲۰۱۷ز کال په مارچ کې د هغه وخت د وزیراعظم نواز شریف په مشرۍ د وفاقي کابینې په غونډه کې د قبایلي سیمو د اییني او قانوني حیثیت بدلولو منظوري شوې وه خو د دې پلان د مخالفت له کبله اصلاحاتي بهیر پیل نه شو.
د روان کال (۲۰۱۸ز) د مۍ پر دویمه د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي اعلان وکړ چې قبایلي اصلاحات به د شاوخوا درېوو اوونیو په موده کې عملي کول پیل کړي.
نور راپورونه
"ګوندونه وېشلي خو پارلېمان به د فاټا ولس په ګټه اقدام کوي"
د فاټا په خېبر پښتونخوا د ورګډولو لپاره عملي پلان شته؟