د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بخښنې نړیوال سازمان په ازبکستان له بشري حقونو د سرغړونو جاج اخلي


د بخښنې نړیوال سازمان وايي ، د دې لپاره یو پلاوی ازبکستان ته لېږي چې هلته له بشري حقونو د سرغړونو رامنځ ته شوو پېښو جاج واخلي.

د بخښنې نړیوال سازمان د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې له شاوخوا څوارلس کاله وروسته به یې یو لوړپوړی پلاوی په ازبکستان کې له بشري حقونو د سرغړونو جاج اخلي.

یاد سازمان د سه شنبې په ورځ ناوخته په یو بیان کې وویل چې دا دوه کسیز پلاوی د خیتځې اروپا او منځنۍ اسیا لپاره د یاد سازمان پر مشره ماریې ستروترز او د هغې پر مرستیال دینیس کریووشېف مشتمل دی.

بیان لیکي چې دوي به د مې تر ۲۵ هلته وي چې د کوربه هیواد له حکومتي چارواکو او ځايي مدني فعالانو سره لیده کاته وکړي.

د دې پلاوي د تګ هدف دا ښودل شوی دی چې په ازبکستان کې پر سیاسي بنیادونو د ځورول شوو د بیا بحالۍ لپاره پر طریقه کار غور وکړي او هم داسې په دې هیواد کې په تېرو وختونو کې له بشري حقونو د سرغړونو جاج واخلي.

تر دې وړاندې د بخښنې نړیوال سازمان پلاوی په ۲۰۰۴م کال کې ازبکستان ته تللی وو او هلته یې د مرګ سزا د ختمولو په اړه په جوړ شوي نړیوال کنفرانس کې برخه اخیستې وه.

له هغه وروسته د تېر کال په سپټمبر کې د بشري حقونو لپاره د کارکوونکې بلې نړیوالې ادارې هیومېن رايیټس واچ پلاوی ازبکستان ته تللی وو.

د ازبکستان حکومت نه د بخښنې نړیوال سازمان او نه هم هیومېن رايیټس واچ پ ته اجازه ورکوي چې په دې هیواد کې خپل دفترونه خلاص کړي.

خو د رپوټ په لیکنه ، د دې هیواد اوسني ولسمشر شوکت میرزاییف په هیواد کې بشري حقونو ته د درناوي او له نورې نړۍ سره د اړیکو ښه کولو لپاره پر یو شمېر اصلاحاتو کار کړی دی.

نوموړی ۱۳ کاله د هیواد وزیراعظم وو او بیا د پخواني ولسمشر اسلام کریموف تر مړینه وروسته لنډمهاله ولسمشر شو او بیا د ۲۰۱۶م کال په دسمبر کې تر کلکه څارنه لاندې ترسره شوو ټاکنو له مخې ولسمشر شو.

نوموړي په دې وروستیو کې یو شمېر خبریالان او د بشري حقونو فعالان هم له بنده خوشي کړي دي.

د خیتځې اروپا او منځنۍ اسیا لپاره د بخښنې نړیوال سازمان مشرې ماریې ستروترز د ازبک ولسمشر د دې کړنو ستاینه کړې ده خو وايي په هیواد کې بشري حقونو ته د درناوي په لړ کې لا هم ډېر څه کول دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG