د لاسرسي ځای

تازه خبر

روحاني: تهران د امریکا پرېکړې نه مني


د ایران ولسمشر حسن رواحاني.
د ایران ولسمشر حسن رواحاني.

د ایران ولسمشر د امریکا بهرنیو چارو وزیر ته د خبرو په غبرګون کې ویلي چې تهران د امریکا پریکړې کول نه مني.

په ایراني رسنیو کې د حسن روحاني لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې نړۍ په موجوده وخت کې دا نه مني چې امریکا به ورله پرېکړې کوي او د نړۍ هر هېواد خپلواکه دی.

د حسن روحاني دا بیان تر هغه څو ساعته وروسته مخې ته راغلې چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د دوشنبې په ورځ په هېریټیج فاونډېشن کې د تقریر پر مهال وویل، کله چې دا بندېزونه عملي شي نو دا به په تاریخ کې پر ایران تر ټولو سخت بندېزونه وي.

نوموړي زیاته کړه، که ایران خپله تګلاره بدله نه کړه نو دا بندېزونه به لا نور زیات سخت شي.

مایک پومپیو له ایران سره د نوي اټومي تړون په برخه کې د ولسمشر ټرمپ د رضا کولو لپاره تهران ته دولس شرطونه کېښودل.

حسن روحاني د پامپیو بیان رد کړی دی او د ولسمشر ټرمپ انتظامیه یې د پخواني ولسمشر بوش او دا بیانونه یې د ۲۰۰۳م کال د مودې په څیر یاد کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG