د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ایران د امریکا بندیزونه ښايي د چابهار بندر چارې هم اغېزمنې کړي


چابهار هند، ایران او افغانستان ته د پراخ تجارت مواقع برابروي.

پراګ ـ رویټرز اژانس لیکي د ایران سره له جوهري تړونه د امریکې د وتلو او پر ایران د یو لړ بندیزونو لګولو د پرېکړې تاثیر به د افغانستان په اقتصادي وضعیت هم وي.

د ایران چابهار بندر چې د هند مرسته هم ورته حاصله ده، د افغانستان لپاره نوې تجارتي لارې پرانېزي او پر پاکستان د دوی انحصار کموي. د چابهار بندر له لارې افغانستان د نړۍ سره تجارتي راکړه ورکړه کولی شي.

رویټرز د یو هندي سفارتکار په حواله لیکي، پر ایران د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا د بندیزونو لګولو پرېکړې نه پس به د چابهار بندر د استعمال په شرایطو بیا خبرې کول وي. دغه سفارتکار وايي د چابهار بندر له لارې هند، افغانستان او ایران د یو بل سره تجارت کولی شو، خو د امریکايي ولسمشر پرېکړې ټولې خواوې د یو غیر یقیني صورت حال سره مخ کړي دي.

سپېنې ماڼۍ لا هم په دې اړه څه نه دي ویلي. د چابهار پروژه چې په ۲۰۱۶ کال کې ایران افغانستان او هند په ګډه پېل کړه له وړاندې نه د ځنډ سره مخ ده.

په جولای میاشت کې داسې تمه ده چې د هند نه به د غنمو کنټېنرونه، افغانستان ته او د افغانستان نه به د وچې مېوې کنټېنرونه هند ته ولېږدول شي.

د امریکا په نیو یارک پوهنتون کې د نړیوالې همکارۍ د مرکز یو څېړونکی برنېټ رابن وایي د امریکا د ایران پالیسي د د دغه هېواد د افغان پالیسۍ سره په ټکر کې راځي. هغه وایي هند سره د افغانستان د زیاتې سوداګرۍ او تعلقاتو جوړولو یوازینی لاره هم چابهار ده.

د امریکا د نېشنل ډېفېنس یو څېړونکی تامس لېنچ وایي، په افغانستان کې د ډېرو مسلو حل اقتصادی پرمختګ دی. کوم چې پر هوايي لارو ګران پرېووځي او د پاکستان سره هم په دې لاره کې ستونزې موجودې دي نو یوازینۍ لاره د چابهار بندر ده چې افغانستان پرې اقتصادي پرمختګ کولی شي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG