د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان دفاع وزارت ۱۳ نوې قضیې پوځي عدالتونو ته لېږلي


یو پاکستانی سرتېری د ارمي پبلک سکول پر بام ولاړ دی. پوځي عدالتونه په ۲۰۱۴ کې پر یاد سکول د برید نه پس جوړ شوي وو.
یو پاکستانی سرتېری د ارمي پبلک سکول پر بام ولاړ دی. پوځي عدالتونه په ۲۰۱۴ کې پر یاد سکول د برید نه پس جوړ شوي وو.

پراګ ـ د پاکستان دفاع وزارت وايي، د پاکستان پوځي عدالتونو ته د ترهګرۍ ۱۳ نوي کېسونه استول شوي چې پکې د تحریک طالبان پاکستان او لشکر طیبه د کسانو مقدمې هم شاملې دي.

یاد وزارت د قامي اسمبلۍ لخوا په دې اړه د یوې پوښتنې په اړه لیکل شوي ځواب کې د جمعې پر ورځ وویل پوځي عدالتونو ته تر اوسه ۴۸۶ مقدمې استول شوي چې پکې د ۳۳۳ مقدمو فېصلې اورول شوي دي. او دا چې دغو عدالتونو تر اوسه ۱۸۶ کسانو ته د مرګ سزا اورولې ده.

پوځي عدالتونه د پېښور په ارمي پبلک سکول د وسله وال برید وروسته په ۲۰۱۵م کال کې د یو اییني بدلون په نتیجه کې د دې مقصد لپاره جوړ شوي چې د ترهګرۍ په پېښو کې ککړو کسانو مقدمې دې زر تر زره فېصله کړي او دا راز د ترهګرۍ مخنیوی وکړل شي.

په پاکستان کې د انساني حقونو د خپلواکه کمېشن یو مرکزي مشر شېر محمد خان وايي، هغه انديښنه لري چې په پوځي عدالتونو کې د انصاف تقاضې نه پوره کیږي:

((ځکه چې په دې کې چاته د وکیل حق نه وي، د دفاع حق نه وي. دا معلومات نه وي چې څو ک یې کله او په څه کې نیولی دی؟ شهادت څه دی؟ پکار ده چې دا سلسله بنده شوې وای خو حکومتونه هم کمزوري دي او عدالتونه هم څه نه وايي نو بس لا هم روانه ده.))

شېر محمد خان زیاتوي، پکار ده چې په ترهګرۍ کې د ککړو کسانو د مقدمو لپاره د ترهګرۍ ضد ملکي عدالتونه مضبوط کړل شي.

بلخوا د پېښور هايي کورټ بار ایسو سي اېشن مشر اېډوکېټ ارباب عثمان وايي، که څه هم د یو وکیل په حېث د پوځي عدالتونو حمایت نه کوي خو په موجوده امنیتي حالاتو کې او د اییني بدلون په ترڅ کې جوړ کړل شوي پوځي عدالتونو مخالفت هم نه کوي:

((په دې کې هیڅ شک نشته چې د پوځي عدالتونو او ملکي عدالتونو ترمنځ فرق شته. د وکیل په حېث مونږ په پوځي عدالتونو هغه شان اطمینان نه لرو ځکه چې په ملکي عدالتونو کې په ښکاره ډول بحث کیږي، ګواهان وړاندې کیږي، په هغوی جرحې کیږي، په پوځي عدالتونو کې دا ممکنه نه وي. خو موجوده حالات داسې دي چې پکې ټولو سیاسي ګوندونو په ګډه د اییني بدلون په ترڅ کې د پوځي عدالتونو منظوري ورکړې نو زما په فکر تر څو چې د ترهګري روانه وي، ترهغې به مجبوراً د دې عدالتونو موجودګي هم وي.))

ارباب عثمان زیاته کړه چې که ترهګري ختمه شي نو بیا به د پوځي عدالتونو جواز هم نه وي.

هلته قامي اسمبلۍ ته د دفاع وزارت لخوا ورکړل شویو معلوماتو ترمخه پوځي عدالتونو تر اوسه ۵۲ مقدمې خارج کړي او د ۱۰۱ کېسونو مقدمې لا هم روانې دي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG