د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: شمالي کوریا دې د اټومي پروګرام لاس واخلي


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مې پر ۱۷مه د شمالي کوریا مشر کیم جون اونګ ته په هغه صورت د تحفظ ورکولو وړاندیز کړی که چیری اټومي وسلې له لاسه ورکري.

داسې ښکاري امریکايي ولسمشر دا خبره ځکه کړې چې د جون پر ۱۲مه د ولسمشر ټرمپ او کیم کېدونکې سرمشریزې د منسوخولو په اړه د شمالي کوریا له دړکې سره پېدا شوې اندېښنې ارامې کړل شي.

ولسمشر ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې هغه کیم ته د بیا باور ورکولو لپاره ډېر څه کولو ته ژمن دی چې د هغه راتلونکی به د لیبیا د مشر معمر قدافي په شان نه وي چې په ۲۰۰۳م کال کې یې د اټومي وسلو د لاسه ورکولو باندې رضا ښودلې وه خو په ۲۰۱۱م کال کې د ناټو په مرسته یې واکمني ړنګه کړل شوه.

ولسمشر ټرمپ وویل د شمالي کوریا اسبتدادي واکمن ته چې د کومې موافقې وړاندیز کوي، پکې د هغه ډېر قوي تحفظ شامل دې او په ریښتیا ډول به څوکاله ژوند تېرولی شي.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه کیم جون اونګ به خپل هیواد چلوي او ملک به یې ډېر شتمن وي.

نو دا به د هغه لپاره تر ټولو غوره لاره وي چې یوه موافقه وکړي.

د ټرمپ له خبرو داسې اشارې تر لاسه شوې چې که د خپل اټومي وسلو پروګرام په مکمل ډول د ختمولو په اړه د امریکا غوښتنې یې و نه منلې نو راتلونکی به یې د قدافي په شان وي.

XS
SM
MD
LG