د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا په خیبر پښتونخوا ګډولو بل په اړه بحث تر ۲۲مې وځڼډول شو


د پاکستان د قبایلي سیمو نقشه
د پاکستان د قبایلي سیمو نقشه

د پاکستان د قامي اسمبلۍ د قانون او انصاف کمېټۍ وايي ، د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا د ګډولو بل په اړه بحث یې د مې تر ۲۲ ځنډولی دی.

د یادې کمېټۍ مشر چوهدري محمد اشرف بېګا مشال راډیو ته وویل چې د چارشنبې په ورځ پر دې مسوده ځکه په بحث کې بریالي نه شول چې د ده په وینا د غونډې په ایجنډا کې نور موضوعات تر هغه له مخه وو.

د کمېټۍ یوه غړي محمد معین وټو وویل ، حکومت د دې پلوي دی چې قبایلي سیمې دې په خیبر پښتونخوا کې شاملې شي.

د قبایلي سیمو د راتلونکي آیین حثیت په اړه د دې سیمو سیاسي او قبایلي مشران او هم د ملک ګوندونه پر دوو ډلو وېشلي دي.

یوه غاړه وايي ، قبایلي سیمې دې په خیبر پښتونخوا ګډې شي او بل لوری وايي ، لومړی دې په دې اړه په قبایلي سیمو کې د ټولپوښتنې له لارې له ولس څخه تپوس وشي.

پاکستان پپلز ګوند ، تحریک انصاف ، عوامي نشنل ګوند ، جماعت اسلامي او یو شمېر نور غوښتنه کوي چې قبایلي سیمې د خیبر پښتونخوا برخه شي.

جمعیت علما اسلام فضل الرحمان ډله ، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او ځینې نور بیا پر دې خبره ټینګار کوي چې په قبایلي سمیو کې تر هر بدلون وړاندې باید له ځايي ولس څخه تپوس وشي.

د انظمام پلوي ګوندونه د واکمن پاکستان مسلم لیک نون پر حکومت تور پورې کوي چې قصداً د قبایلي سیمو د اصلاحاتو په عملي کولو کې له ځنډه کار اخلي خو حکومت دا نه مني.

XS
SM
MD
LG