د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران بهرنیو چارو وزیر بېلجیم ته تللی


د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظریف
د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظریف

د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظریف نن د سېشنبې په ورځ د بهرنيو سفرونو په لړ کې د وروستي پړاو په توګه د بېلجيم سرښار برسلز ته رسېدلی دی.

د نوموړي د سفرونو مقصد له هغه وروسته د ايران او د نړۍ د شپږو قوتونو تر منځ د شوي اټومي لوظنامې برقراره ساتلو لپاره ملاتړ تر لاسه کول دی چې امريکا ورڅخه ووتل.

نوموړي له دې وړاندې بېجنګ او ماسکو ته هم سفر کړی و. جواد ظريف او د هغه روسی سيال سرګي لاوروف پرون سلا شوي و چې د ایران ایټمي تړون په اړه به نيږدې رابطې برقراره ساتي.

د خبرو په پیل کې لاوروف وویل چې د ایران د ایټمي تړون ټول پاتې هېوادونه د تړون پر ځای ساتلو لړ کې جایزې ګټې لري نو ځکه باید په ګډه د یو بل د جایزو ګټو دفاع وکړي.

جواد ظریف پر دې موقع وویل چې روس د اټومي تړون د درناوي لپاره چمتووالی ښودلی دی.

بلخوا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن د ایران او نړیوالو د اټومي موافقې په اړه د فرانس له ولسمشر ايمانيول مېکخوا سره ټيليفوني خبرې کړې دي.

کريملېن ویلي چې دواړو مشرانو په خپلو کې له ایران سره اټومي موافقې ته پر ژمنتيا ټینګار کړی دی.

خو د روس خبري اژانس انټرفکس ویلي چې د روس د بهرنیو چارو وزیر نن په مسکو کې د روسي او بهرنیو کارپوهانو په غونډه کې ویلي چې که چېرې ایران مذاکراتو ته حاضر نه‌شي، د اټومي موافقې خوندې ساتل به ګرانه خبره وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG