د لاسرسي ځای

تازه خبر

'وزیرستان کې اووه پاکستاني عسکر وژل شوي'


د وزیرستان په شوال کې د طالبانو په برید کې د امنیتي ادارو اووه عسکر وژل شوي دي.

انتظامي او امنیتي چارواکیو بېګا مشال راډیو ته وویل دغه برید پرون د شوال په درې نښتر سېمه کې د ګشت پر مهال د امنیتي ځواکونو پر یو ګاډي شوی چې پکې یو عسکر ژوبل شوی هم دی. چارواکیو د جوابي کاروايی په اړه څه نه دي ویلي. د تحریک طالبان پاکستان مرکزي ویاند عمر خراساني رسنیو ته په استول شوي پیغام کې د دې برید ذمه واري منلې ده.

عسکري چارواکي وايي پېښه د وزیرستان په درې نښتر سېمه کې رامنځ ته شوې ده. په یوه بل بیان کې یې بیا ویلي چې درې نور عسکر یې هم د شمالي وزیرستان په بویه کې د ماین یوې چاودنې ژوبل کړي دي.

په شمالي وزیرستان کې په تېره یوه میاشت کې اووه هدفي بریدونه شوي دي چې پکې په کورونو کې دننه یوشمېر کسان په ډزو وژل شوي خو ذمه واری یې تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

د دغو هدفي وژنو پرضد د اتوار په ورځ په میرامشاه کې ځايي خلکو احتجاجي مظاهره هم کړې وه.

XS
SM
MD
LG